پاکستان: د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خلاصه شي

شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

پاکستان د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان میلیاردونه ګنګل شوې شتمني دې خلاصه کړي چې د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د نیویارک په ایالت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د افغانستان په هکله د خبرو نه وړاندې وویل چې په ګاونډي هیواد کې اقتصادي سقوط به د بشري ناورین سبب شي.

هغه وویل: "له یوې خوا تاسو د بحران د مخنیوي لپاره تازه مالي مرستې راټولوئ، او له بلې خوا هغه پیسې چې د هغوي دي، د هغوي پورې اړه لري، هغوي یې نشي کارولی. "
دغه جګپوړي پاکستاني دیپلومات همدارنګه خبریالانو ته وویل چې د شتمنیو کنګل کول د ستونزې حل ندی او د نړۍ نه یې وغوښتل چې پدې پالیسۍ د سره غور وکاندي.

شاه محمود قریشي زیاته کړه: " دا به د باور پیدا کیدو لپاره یو اقدام وي او د ښه چلند سبب به شي. "

وروسته تر هغه چي طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړله او نړیوالو پور ورکوونکو هم افغانستان ته ټاکل شوې پیسې د دې اندیښنې په خاطر ورنکړلې چې ښایي طالبان به ترې ګټه واخلي.

دا لومړی ځل ندی چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ خبرې کوي. دا هیواد د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، د طالبانو ستر ملاتړی هیواد و.

امریکا د پاکستان د استخباراتو په ادارې شک لري چې په تیرو شلو کالونو کې د پاکستان استخباراتي ادارو د ناټو ځواکونو سره په جګړې کې هم د طالبانو ملاتړ کړی.

طالبان څه باندې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او سرپرسته کابینه یې هم اعلان کړې خو د نړۍ هیڅ یو هیواد تر اوسه د هغوي کابینه او حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ومنله چې د طالبانو په رسمیت پیژندل د وخت نه مخکې خبر ده.

هغه وویل که طالبان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي، باید چې د نړیوالې نظریې په هکله ډیر حساس وي او پام ورته وکاندي.