احمدي: پاکستان د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو پر حاضرولو ټینګار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي‌ نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدنه کې یو ځل بیا له خپل لوري د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د دوشنبې په ورځ«د مرغومې پردریمه» د دواړو وزیرانو تر ناستې وروسته مطبوعاتو ته وویل چې ښاغلي قریشي په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې د سولې خبرو ته د طالبانو په بیا حاضرولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

دا په تېرو دوو اونیو کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دوهم سفر دی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښه یادوي.

ښاغلي‌ احمدي وویل، افغانستان هیله لري چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې عملي ګامونه پورته کړي چې د نوموړي په خبره په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصاد له غوړېدو سره هم مرسته وکړي.

هغه وویل:"موږ افغانستان ته د سولې راوستلو په برخه کې د پاکستان د تازه فعالیتونو شاهدان یو، خو موږ په دې برخه کې د پاکستان د عملي ګامونو پورته کولو په تمه یو، موږ په دغه لیدنه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ، پاکستاني‌ لوري هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هڅې وکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاه محمود قریشي یو سوکاله او امن افغانستان د پاکستان په ګټه بللی او له خپل لوري یې«پاکستان» د افغانستان په داخلي چارو کې پر نه مداخلې ټینګار کړی دی.

په دغه لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني‌ ویلي چې: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وکتل.

افغان ولسمشر نن په ارګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله."

پخواني معلومات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي نن دوشنبې د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلي قریشي‌ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوه اړخیزو مسائلو، د افغانستان د سولې په بهیر کې پر پرمختګ او د واړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي‌ او سوداګریزو مسائلو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې یکشنبې په ماښام هم په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څلورو هېوادونو ته سفر کوي.

ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړخیزو او سیمه ییزو مهمو مسلو پر سر د تفصیلي بحثونو سربېره به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې په چټک ډول د بدلیدونکي چاپېریال په اړه هم د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.