شاه محمود قریشي دا اونۍ بیا کابل ته ځي

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتلونکی سفر په روانه میلادي میاشت کې دغه هیواد ته دوهم سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ماښام ( مرغومې دوییمه) یې خپره کړې، ویلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څلورو هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې، کابل ته هم سفر کوي.

ټاکل شوې دا سفر به سبا د دوشنبې په ورځ پیل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په دې سفر کې د غه هیوادد بهرنیو چارو وزارت مرستیال او نور لوړپوړې چارواکي هم ملګرتیا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې شاه محمود قریشي به له افغانستان سربیره، ایران، چین او روسیې ته هم لاړ شي.

د بهرینو چارو وزارت د ښاغلي قریشي د سفر هدف د ګاونډیو هیوادونو سره د تماسونو ساتلو په برخه کې د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ګڼلې ده.

دا اعلامیه وايي " د دې سفر په ترڅ کې به د بهرنیو چارو وزیر د دغو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو سره په بیلابیلو ډګرونو کې د دواړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په لارو چارو وغږیږي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړخیزو او سیمه ییزو مهمو مسلو پر سر د تفصیلې بحثونو سربیره به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې په چټک ډول د بدلیدونکي چاپیریال په اړه هم د دغو هیوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.

دا اعلامیه وايي" په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په تړاو وروستي انکشافاتو په اړه به هم په دغو ملاقاتونو کې خبرې وشي. پاکستان تل دا ویلي، چې د افغانستان د جګړې هواری د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر کې نغښتی دی،د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسیدلو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا په دې برخه کې وروستۍ اجماع د پاکستان د اوږدې مودې نظرڅرګندوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې دا نه ده څرګنده شوې، چې ښاغلی قریشي به لومړی کوم هیواد ته سفر وکړي، خو په دغه اعلامیه کې د افغانستان نوم د دغو څلورو هیواد ونو په سر کې لیکل شوی د ی.

دافغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د رارون سفر دمخه، هغه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ هم کابل ته سفر کړی وو.