پاکستان د یوې سخت دریځې ډلې په سلګونه ملاتړي خوشې کړل

پاکستاني مقاماتو د یوې غیرقانوني شوې سخت دریځه اسلامي ډلې په سلګونو بندیان شوي ملاتړي د سه شنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) ددې ډلې سره د یوې معاملې وروسته خوشې کړل.

د پاکستان د تحریک لبیک ډلې د تیرو څه کم دوو اونیو راهیسې د خپل بندي شوي مشر د ازادیدو لپاره چې د اپریل په میاشت کې ددې ډلې د غیر قانوني اعلانیدو وروسته نیول شوی په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

د پاکستان د حکومت په استازیتوب د تحریک لبیک ډلې سره په خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د تحریک لبیک د سخت دریځې ډلې په استازیتوب مفتي مجیب رحمان برخه درلوده، خو دواړو خواو په پلازمینه اسلام آباد کې په خبري کنفرانس کې د موافقې جزییات په ډاګه نکړل.

د پنجاب د پولیسو یو ویاند مظهر حسین د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې: «زه دا تائید ولی شم چې ۸۶۰ تنه خوشې شوي دي.» هغه زیاته کړه نور هغه کسان چې په اعتراضونو کې نیول شوي او پر ضد یې شکایتونه شوي دي باید «قانوني مراحل» تیر کړي چې بیا خوشې شي.

ددغې ډلې یو مشر مفتي محمدعمر الاظهري د فرانسې خبري اژانس د خپلې ډلې د بندیانو ازادیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې دا «د حکومت سره د موافقې ثمره» ده.

د تحریک لبیک زرګونو پلویانو د اکتوبر په ۲۲ د لاهور نه د پایتخت اسلام آباد په لور لاریون وکړ او د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه یې کوله، ځکه چې په فرانسې کې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپور شوی و. لاریون کوونکو په څو ځایونو کې د پولیسو سره خونړۍ نښتې هم وکړلې چې لږ تر لږه ۷ پولیس او ۴ مظاهره کوونکي پکې ووژل شول.

د روان کال په لومړیو کې هم دغې ډلې په فرانسه کې د اسلام پیغمبر ته د منسوب کاریکاتور د خپریدو په غبرګون کې اعتراضونه کړي وو. هغه وخت هم د اعتراض کوونکو سره د پولیسو په نښته کې څلور پولیس منصبدار او ګڼ شمیر اعتراض کوونکي وژل شوي وو.