یوې بلې پاکستانۍ پیغلې هم له چینايي ځوان سره واده وکړ

په پاکستان کې تر زېنب وروسته د فاطمې په نوم یوې بلې پاکستانۍ پیغلې هم پر یوه چنايي ځوان تر زړه بایللو وروسته ورسره واده کړی دی.

په پاکستان کې د چین سفارت یوه ډیپلوماټ ليژن ژاو پر خپل فیسبوک د د غه پاکستانۍ پیغلې او چینايي ځوان د واده خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې د دې دواړو جوړو واده د پاکستان د کلتور سره سم شوی دی.

په عکسونو کې لیدل کېږي چې هلک او نجلې دواړو د واده ځانګړې پاکستانۍ جامې په تن کړي‌ دي.

د چین سفارت دغه ډیپلوماټ ویلي چې په دغه واده کې د نجلې او هلک د کورنیو غړو ګډون کړی و خو دایې نه دي ویلي چې نجلۍ د پاکستان د کومې سیمې اوسېدونکې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جنورۍ میاشت کې یوې بلې پېښورۍ نجلې هم له یوه چینايي انجنیر سره په مینه واده کړی و.