پاکستاني پوله ساتو په چمن کې په افغانانو اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ 

د چمن پوله

پاکستاني پوله ساتوونکو د سلګونو افغانانو د شړلو په مقصد چې غوښتل یې د چمن د پولې له لارې پاکستان ته ننوځي اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.

دغه پیښه د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) پوره یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې طالبانو د سپین بولدک سرحدي ښارګوټی ونیو.

د فرانسې خبري اژانس د نوم له ذکر کولو پرته د چمن په پوله د یو پاکستاني مقام له قوله رپوټ ورکړی چې "نن سهار یوې امر نه منونکې شاوخوا ۴۰۰ کسیزې ډلې هڅه وکړه چې په زور د سرحدي دروازې نه تیر شي. هغوی تیږې ورولې او مونږ مجبور شو چې د اوښکې بهونکي ګاز نه کار واخلو."

د پاکستان یو بل سرحدي مقام چې هغه هم غوښتي نوم یې ذکر نشي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني مسولین اړ شول چې د برقي ډنډو نه کار واخلي، ځکه د هغه په وینا ټولو د امر نه سرغړونه کوله.

پدې ترڅ کې د چمن په سرحد کې یو لوړپوړي حکومتي مقام جمعه داد خان، ویلي اوس وضعیت تر کنترول لاندې دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د سپین بولدک سرحدي ښارګوټی چې د کندهار ولایت او د بلوچستان ایالت ترمنځ عمده لار ده، ونیو. ویل کیږي چې د طالبانو د رهبرۍ د شورا غړي د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې میشت دي.