په پاکستان به د مرستو کمول هم د حقانې شبکه ختمه نکړې

په سیمې کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې پاکستان ته د مرستو کمول نشې کولی چې د پاکستان استخبارات او پوځ دیته مجبور کړې چې د حقانې شبکه ختمه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت فیصله کړېده چې پاکستان ته به د پوځې مرستو یوه برخه پیسې ورنکړې ځکه چې پاکستان په دی کې پاتې راغلې دی چې د حقانې د شبکې د غړو په ضد کافې اقدامات وکړي.

په امریکا کې میشت افغان سیاسي مبصر هاشم وحدتیار امریکا غږ ته وویل چې مشکله ده پاکستان د حقانې د شبکې سره د مرستو نه لاس واخلې. هغه وویل "پاکستان د حقانې شبکه د ډیرو کلونو راهېسې روزلې او ساتلې ده. سره لدی چې پاکستان دا ویره لري چې د ټرمپ اداره کولی شي د ډرون حملې وکړې او یا هغه ډول عملیات وکړې لکه چې یې د اسامه بن لادن په ضد کړې و."

وحدتیار وایي چې پاکستان به د مرستو د بیا ترلاسه کولو لپاره کیدی شي د حقانې شبکې ځینې کسان ووژني خو د دی سره موافق نه دی چې دغه ټرورسټه شبکه به بیخې ختمه کړي.

په پیښور کې د سیاسي چارو مبصر خادم حسین وایي چې له دی نه ویره لري چې په پاکستان د امریکا د پوځې مرستې کمول به په افغانستان کې تشدد لا زیات کړي. هغه وایي "زه دا فکر کوم چې اول د مرستو ورکول او بیا بیرته ځنډول تر یوه حده پیچیده او مشکله مسله ده. د پاکستان چارواکې کولی شي چې د اکمالاتو د رسیدو په لاره کې خنډونه جوړ کړي او د دی امکان هم شته چې پاکستان په افغانستان کې د تشدد د زیاتیدو سره کومک وکړې. پاکستان دا هم کولی شي چې طالبان په روسیې او چین خرڅ کړي."

خادم حسین زیاتوي چې امریکا ته پکار ده چې د سیمې په هکله یوه جامع او دوامداره پالیسي ولرې او په سیمې کې د امنیت د ټینگولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

په نیویارک کې جورنالسټ جهانگیر خټک وایي چې امریکا پخوا هم څو وارې پاکستان ته پوځې مرستې کمې کړې یا بندې کړیدي لیکن هغه وایي چې دا کومه نوې خبره نه ده.

خټک وایي "امریکا د تیرو ډیرو کلونو راهیسې خپلې پوځې مرستې د پاکستان په خلاف د یوې حربې په توگه کاروي. دې پالیسۍ پخوا هم څه خاصه نتیجه نه وه ورکړې او په راتلونکې کې به هم نتیجه ورنکړې."

د پاکستان په پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف باندې دا تور و چې ځینې هغه کسان یې امریکا ته تسلیم کړې و چې په ترهگرۍ کې ککړ و او د پاکستان استخباراې ادارو ورسره په خپله اړیکې لرلې خو چې کله پرې د امریکا فشار زیات شو نو بیا یې ونکړې شوه چې دغه کسان وساتي.

خټک وایي چې د پوځې مرستو بندول به پاکستان په دی قانع نکړی چې د حقانې د شبکې نه لاس واخلي خو پکار دا ده چې امریکا او پاکستان دواړه د بی اعتبارۍ د ختمولو لپاره جدي اقدامات وکړې.

خټک ټینگار کوې چې په دی لړ کې د پاکستان او افغانستان اړېکې ډیرې مهمې دې خو اوسني حالات ښه نه دي. هغه وایي

"د اړیکو د ښه کولو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د یوبل سره زیاتې خبرې وشي او د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ اړېکې ښې شي. امریکا دا وخت کولی شي چې د دغو دریو ملکونو ترمنځ سوله راولي او که امریکا دا کار وکړ نو دا به امریکا ته په پاکستان د برلاسه کیدو موقع برابره کړي."

د امریکا د ولسمشر ټرمپ اداره به ژر په افغانستان کې خپله نوې پالیسۍ وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیر چارو وزارت په ورستیو کې یو رپورټ خپور کړ چې وایي پاکستان په دی کې پاته راغلی دی چې د حقانې شبکې د غړو په ضد عملیات وکړي.

د پاکستان حکومت په پرله پسې توگه هغه تورونه ردوې چې گونې د حقانې د شبکې سره مرستې کوي او وایي چې هغوې د ټولو ترهگرو په ضد یو شان عملیات کوي.