پاکستان ادعا کړې چې ٢٧ مشکوک ترهگر یې افغانستان ته سپارلي دي

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل

پاکستان د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د طالبانو او حقاني ډلې ٢٧ تنه یې افغانستان ته سپارلي د، خو​ په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان له‌خوا افغان حکومت ته د وسله‌والو د سپارلو پر خبر حیرانتیا ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د تیر کال په نومبر میاشت کې له افغان طالبانو او حقاني شبکې سره د تړاو په تور ۲۷ کسان افغان حکومت ته سپارلي دي.

ښاغلي زاخېلوال د چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ښاغلي فیصل د دغو څرګندونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې "دا زما لپاره یو خبر دی" او زیاته کړې یې ده چې "که چېرې داسې وي، نو دا د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره ستر پرمختګ دی."

​ښاغلي فیصل دا هم ویلي چې "پاکستان به په هغو افغان طالبانو او د حقاني ډلې په غړو فشار ته دوام ورکړی چې غواړي د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد وکاروي."

پاکستان افغانستان ته د دې کسانو د سپارلو اعلان پداسې وخت کې کړی چې د رپوټونو له مخې طالبانو او د حقاني د ډلې ترهگرو په کابل کې د خونړیو بریدونو لپاره د پاکستان خاوره استعمال کړیده. پاکستان دغه اعلان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کلنۍ وینا نه مخکې کړی دی.

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر عمر زاخیلوال د وروستیو څرگندونو پرته افغان چارواکو تر اوسه پورې د پاکستان د دغه اعلان په هکله په مشخصه توگه څه ندي ویلي او پاکستان هم د هغو کسانو نومونه ندي خپاره کړي چې وایي افغان لورې ته یې سپارلي دي، همداشان پاکستاني چارواکو پدې باره کې نور جزیات هم ندي ورکړي.