د عمران خان د صدارت مقام په لار کې پراته خنډونه

د تحریک انصاف گوند، عمران خان او د مسلم لیگ ن گوند، شهباز شریف د پاکستان د صدارت مقام ته نومولي.

د عمران خان لپاره به د راتلونکې شنبې په ورځ (اگست ١١) په پارلمان کې رای گیري وشي.

عمران خان د صدارت مقام د ګټلو لپاره اړ دى، هغه کانديد ته ماتې ورکړي چې د اپوزېسيون له خوا په ګډه معرفي شوى دی.

د خان ګوند د ملي اسمبلۍ د ٣۴٢ څوکيو څخه ١١٥ څوکۍ ګټلي. ځکه خو اوس اړ دی چې يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. ګڼ شمیر وکيلان چې د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د خپلواکو کانديدانو په توګه ولاړ وو، د عمران خان له ائتلاف سره ملګري شوي دي.

عمران خان د دوشنبې په ورځ (اگست ٦) په اسلام اباد کې د خپل د ګوند له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً د صدراعظم څوکۍ ته ونومول شو.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير او د تحريک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قريشي ويلي، د عمران خان نومول کېدل د ګوند د اکثريت غړيو له خوا تاييد شوې ده.

خو ښاغلی خان به د پاکستان مسلم ليګ «ن» ګوند په څېر له اپوزېسيون او نورو ګوندونو له خوا د ستونزو سره مخامخ شي چې په تېرو پارلماني انتخاباتو کې يې د درغليو ادعا کړې ده.

یو دغو گونډونو څخه چې په انتخاباتو کې د درغلي ادعا کوي د نواز شريف ګوند مسلم ليګ «ن» دی.

شهباز شریف د اپوزېسيون له خوا په ګډه د صدراعظم څوکۍ ته نومول شوی.

نواز شریف د اداري فساد په تور په بند کې دی خو د ده ګوند د ده د ورور شهباز شريف له خوا اداره کېږي چې دى هم د دوشنبې په ورځ (اگست ٦) د اپوزېسيون له خوا په ګډه د صدراعظم څوکۍ ته ونومول شو.

د تحریک لبیک پاکستان گوند پلویانو هم د اگست په شپږمه په لاهور کې په انتخاباتو کې د درغلیو ضد احتجاج وکړ.

خو د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قريشي ټينګار کړى چې اپوزېسيون به ونه توانېږي د پاکستان نوي حکومت ته خنډ پیښ کړي.

عمران خان ویلي چې د اګست له څوارلسمې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ ده خپل حکومت جوړوي.

عمران خان په ملي اسمبلۍ کې د زياتو څوکيو تر ګټلو وروسته ويلي وو چې د حکومت له جوړولو وروسته به کابل ته ولاړ شي.

ولسمشر اشرف غني تیره اونۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د همکاریو پر ښه ‌والي ټينګار کړى دى.