رانا ثناالله: د طالبانو حکومت د ټي ټي پي غړي د ډیورنډ کرښې څخه نورو سیمو ته استوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د طالبانو حکومت ورته یو وړاندیز سپارلی، چې له مخې به یې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي د ډیورند د کرښې له نږدې سیمو څخه د افغانستان په دننه کې لیرو پرتو سیمو ته واستول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ددې وړاندیز هدف سرحدي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو غړو د لاس رسي مخنیوی ښودلی دی.

رانا ثناالله ویلي، چې د طالبانو حکومت ورته د سرحدي سیمو څخه د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو غړو د استولو دا وړاندیز دوه میاشتې مخکې سپارلی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغوڅرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې د دې وړاندیز په اړه بې خبري ښودلې ده.

خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د تیرې مۍ د میاشتې په ۲۵ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې پرته له دې، چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي ویلي و، چې د طالبانو مشر ورته هدایت کړی، چې هغه هیوادونه، چې د خپلو اتباعو سره په خپلو هیوادونو کې ستونزې لري دغسې کسان دې افغانستان سره ددغسې هیوادونو له سرحدونو څخه شاته شي.

مولوي عبدالکبیر وویل: "د امیرالمومنین [ طالبانو مشر] له خوا کلک هدایت دادی، چې په ځینو سرحداتو کې هغه ملکونه، چې مشکلات له خپلو خلکو سره لري هغه سرحدونه مونږ باید داسې کړو، چې هغه خلک شاته کړو سرحدونه کنټرول وي، چې زمونږ له خوا چاته ضرر نه وي".

مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې حکومت یې د دوحې تړون ته ژمن دی او زیاته کړې وه، چې هیڅوک دا نشي ثابتولی، چې د طالبانو د حکومت په اجازه باندې دې یو څوک یا پاکستان ته تللی وي عملیات یې کړي وي یا چین ته یا تاجیکستان ته یا اوزبیکستان ته تللي وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره میاشت پاکستان ته د خپل سفر په مهال ویلي وو، چې په کار دي، چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

رانا ثناالله د طالبانو د حکومت ددې وړاندیز په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې ترمنځ د سولې هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د سولې د خبرو د ناکامیدو وروسته د پاکستان په ځینو سیمو کې د شوو وسله والو بریدونو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې میشت دي او چې کله هغوی د سرحد څخه لیرې سیمو ته واستول شي د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمو ته به د وسله والو لاس رسی محدود شي.

رانا ثناالله ددې وړاندیز د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي، چې دا وسله وال به د افغانستان کومو سیمو ته واستول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، د طالبانو حکومت ویلي، چې دا حکومت د تحریک طالبان پاکستان له ډلې ملاتړ نه کوي

رانا ثناالله وویل: "پاکستان ددې وضعیت تور په افغان طالبانو نه لګوي خو دا د هغوي کمزوري ضرور ده."

تر دې دمخه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو، چې داسې ښکاري، چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان له دلې څخه فاصله اخیستې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د زیات شمیر تروریستي بریدونو مسولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې دی. په دغو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.