د اسلام د پیغمر د کارتون جوړولو د سیالۍ په اړه پاکستان کې مظاهرې

ټاکل شوې چې مظاهره کوونکي د اسلام اباد ښار نه دباندې خیمې ودروي.

د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته روان په زرگونه قهرجن اسلامپاله لاریون کوونکي د پنجشنبې په ورځ (اگست ٣٠) د امنیتي لاملونو له وجې درول شوي دي.

دغه لاریون کوونکي په دې په غوسه دي چې په هالند کې یو ښي اړخي سیاستوال خیرت ولدرز ویلي چې د سږکال په پای کې به د اسلام د پیغمبر د کارتون جوړولو یوه سیالي جوړه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (اگست ٣٠) په هیواد کې د هغې سخت دریځې اسلامپالې ډلې غوښتنه رد کړه چې ویلي؛ پاکستان دې باید د هالند د حکومت سره دیپلوماتیکې اړېکې پرې کړي.

د پاکستان حکومت هوډ کړی چې په هالند کې د اسلام د پیغمبر د کارتونو د سیالۍ په اړه په ملگرو ملتونو کې احتجاج وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په ترځ کې د هالندي قانون جوړونکي، خیرت ولدرز دغه اقدام د اسلام پیغمبر ته سپکاوی بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې په هالند کې د اسلام د پیغمبر د کارتون د سیالۍ پلان د افغانانو او حکومت د ژورې خواشینۍ او تاثر لامل گرځیدلی او دغه عمل یې په کلکه غندلی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ "مونږ په ملګرو ملتونو کې له مسئولو بنسټونو او له نړیوالې ټولنې څخه په ځغرده غواړو څو له هغو کړنو څخه چې د ادیانو د پیروانو ترمنځ د کرکې او بلوا سبب ګرځي، مخنیوی وکړي."

د تحریک لیبک د ډلې شاوخوا لس زره پلویان پرون چهارشنبې لاریون پیل او غوښتنه یې کوله چې پاکستان دې د هالند سره دیپلوماتیکې اړیکې قطع کړي.

د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي ویلي "د پاکستان څخه د هالند سفیر باید سمدستي وشړل شي او د پاکستان حکومت خپل سفیر بیرته راوغواړي. دا زمونږ غوښتنې دي. د پاکستان حکومت باید دغه غوښتنې هرو مرو ومني."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هالندي سیال سره په دې اړه خبرې کړي او د ملگرو ملتونو د عالۍ کمشنرۍ سره یې هم تماس نیولی خو تر اوسه لا مالومه نده چې دا هڅې به د دې سبب شي چې دا پلان شوې سیالۍ فسخه شي.