د جنرال غفور نیوکې او د پي ټي ایم د مشر سخت ځواب

د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ هغه وخت په ټویټر د پاکستان دپوځ په ویاند جنرال اصف غفور سخت انتقاد وکړ چې هغه د امریکاغږ ډیوې څانگې یو ټویټ دروغ خبر وباله.

تیره اونۍ د شمالي وزیرستان د همزوڼۍ په سیمې کې د پاکستان پوځ په مظاهرهکونکو ډزې کړې وی چې د پي ټي ایم مشرانو پکې د ځینو کسانو د وژل کیدو او زخمي کیدو ادعاگانې وکړې او د هغې نه وروسته یې احتجاجي ناسته پیل کړه.

د پي ټي ایم مشر محسن داوړ بیا په خپل ټویټر اعلان وکړ چې غوښتنې یې منل شویدي او هغوي خپل احتجاج ځنډوي.

د پي ټي ایم په غوښتنو کې د هغه پوځي محاکمه هم شامله ده چې په سوله ایزو مظاهرچیانو یې ډزې کړیدی.

د امریکاغږ ډیوې څانگې دغه خبر خپور کړ چې د پاکستان د پوځ ویاند پرې سخت انتقاد وکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند د ډیوه ټویټ دروغ وباله او ادعا یې وکړه چې پوځ په وزیرستان کې نه څوک وژلې او نه یې زخمیان کړي.

​"د پیښې د پلټلو لپاره تحقیقات پیل شویدي خو د پوځي محاکمې یقین چا ته ندی ورکړل شوی. پوځ نه څوک وژلې او نه یې زخمي کړې. ډیوه راډیو د دروغ خبرونو خپرولو دود ته دوام ورکړی. د وزیرستان خلک په سولې مین دي او د ترلاسه شوې سولې قدر کوي."

د پاکستان د پوځ د دغې ټویټ ځواب د پي ټي ایم مشر او د وزیرستان نه د عمومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ورکړ. هغه ولیکل

"او تاسو د خپلې خبرې نه د شا کیدو دود ته دوام ورکړیدی. زمونږ د خبرو پیلولو شرط دا و چې تاسو خپله غلطي ومنئ چې تاسو بیگناه مظاهرچیان وژلې دي. مونږ د هغې نه وروسته مذاکزات پیل کړل چې تاسو خپله غلطي ومنله."

د دغې ټویټ نه وروسته ښاغلي داوړ یو بل ټویټ وکړ چې په هغې کې یې په مظاهرې کې د وژل شوو او زخمي شوو لسټ شریک کړ. هغه ولیکل

"دا د همزوڼۍ په پیښې کې د وژل شوو او زخمي شوو لسټ دی چې ما د میران شاه د روغتون نه ترلاسه کړیدی. او زما یو ساده پوښتنه دا ده چې ایا په مظاهر چیانو ډزې چا کړې وې چې د پاکستان پوځ نه وې کړې؟ "

محسن داوړ امریکا غږ ته ویلي دي چې د هغوي د غوښتنو د منلو نه وروسته یې د احتجاجي ناستې د ختمولو پریکړه کړیده.