پاکستانۍ محکمې حافظ سعید ته د ۱۱ کاله بند سزا واوروله

د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور ښار د ترهګرۍ ضد محکمې د لشکرِ طیبه ډلې بنسټګر او د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید ته په دوو جلا دوسیو کې د ١١ کالو بند سزا ورکړه.

محکمې همداشان د حافظ سعید سره یوځای د هغه یو بل ملګري، ملک ظفر اقبال ته هم په ورته مقدمو کې د ١١ کالو بند سزا اورولې ده. د حافظ سعید د جماعت الدعوه ډله هم په پاکستان کې غیر قانوني اعلان شوې ده او په فعالیت یې بندیز لګیدلی.

د اسوشیتیدپرس، فرانس پرس او پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې په حافظ سعید او د هغه په ملګري ظفر اقبال باندې له ترهګرو سره د مالي مرستې، په غیرقانوني توگه د پیسو د راغونډولو او په یو غیرقانوني تنظیم کې د غړیتوب تورونه ثابت شوي دي.

د محکمې د پریکړې له مخې پر حافظ سعید او د هغه په ملګري ملک ظفر اقبال باندې د دواړو دوسیو مجموعي ١١ کاله بند سزاوې په یو وخت پیل کیږي او دغه دواړه کسان نن د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ١٢ د محکمې له پریکړې وروسته پولیسو ته سپارل شوي دي.

د پاکستان دغه محکمې پداسې حال کې حافظ سعید ته دغه سزا اورلې ده چې د ترهگرو د مالي سرچینو ضد ادارې (FATF) پاکستان ته د فبرورۍ د میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې که د ترهگرو د مالي مرستو ضد جدي گامونه پورته نکړي، نوم به یې ددې ادارې په تور لست کې شامل کړای شي. پاکستان اوس ددې ادارې په خړ لست کې دی.

لشکر طیبه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور هم دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبای په حملو کې یې لاس درلود چې ١٦٦ تنه په کې وژل شوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو د حافظ سعید نوم د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړی و او د هغه د نیول کیدو پر سر یې ۱۰ میلیون ډالره جایزه هم ټاکلې وه.