ندیم انجم د پاکستان د استخباراتو نوی رئیس وټاکل شو 

پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې ندیم احمد انجم، د پاکستان د پوځي استخباراتو “آی اس آی”د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۶ (تلې ۱۴) د پاکستان د پوځ د اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی چې د آی اس آی پخوانی رئیس فیض حمید د پیښور د کماندو قول اردو د قوماندان په توګه ګمارل شوی دی. فیض حمید د ۲۰۱۹کال د جون په میاشت کې د آی اس آی د رئیس په توګه ټاکل شوی و.

د پاکستان په پوځ کې دا ډول بدلونونه عادي مسله ده، خو د افغانستان وضعیت ته په پاملرنه او پدې هیواد کې د طالبان په واکمن کیدو سره او همداشان په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او پوځیانو باندې د سخت دریځو ډلو له خوا د بریدونو په زیاتیدو سره یو شمیر پاکستاني کارپوهان دغه بدلون او تبدیلۍ مهمې ګڼي.

ښاغلی انجم چې د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا په معتبرو پوځي اکاډمیو کې یې زده کړې کړي له دې دمخه د کراچۍ د قول اردو د قوماندان په توګه او له هغې دمخه د بلوچستان په کویټه ښار کې د منصبدارانو د روزنې د مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د بلوچستان په ایالت کې د پاکستان د سرحدي قول اردو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې چې د هغه د قوماندانۍ پر وخت په بلوچستان کې د پوځ څو بریالي عملیات وشول.

د آی اس آی د رئیس په توګه د انجم ټاکل کیدل په حساس وخت کې کیږي چې پاکستان د طالبانو د رژیم په ملاتړ او ددې ډلې د حکومت د په رسمیت پیژندلو لپاره هڅه کوي.

کابل ته د طالبانو د ننوتلو او د طالبانو د سرپرستې کابینې له اعلان څخه څو ورځې وروسته فیض حمید افغانستان ته ولاړ او طالب مقاماتو سره یې ولیدل.