د پاکستان نوي حکومت د کابینې غړیو د وفادارۍ لوړه وکړه

په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي ائتلافي حکومت دوشنبه مارچ ۱۱ (کب ۲۱) د فدرالي کابینې ۱۹ وزیرانو ته د وفادارۍ لوړه ورکړه چې یوازې یوه پکې میرمن ده.

د لوړې مراسمو مشري نوي ټاکل شوي جمهور رئیس آصف علي زرداري کوله چې پخپله شهباز شریف هم پکې ګډون کړی و.

ښاغلي شریف تیره ورځ د فدرالي حکومت د کابینې لپاره ۱۹ کسان ټاکلي و او جمهور رئیس زرداري ته یې د منظورۍ لپاره استولي چې د مالیې پخوانی وزیر، اسحق ډار او د دفاع پخوانی وزیر خواجه آصف هم پکې شامل دي.

سره لدې چې د کابینې ډیری غړي د پاکستان د ملي اسامبلې او سنا مجلس غړي دي خو د مالیې وزارت د مقام لپاره یې د یو شخصي بانک اجرائیوي مشر محمد اورنګزیب ټاکلی دی.

همدارنګه په کابینې کې، فاطمه خواجه یوازینۍ میرمن ده چې د دولت چارو لپاره وزیره ټاکل شوې. هغه د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان د ملي اسامبلې انتصابي غړې ده چې د میرمنو لپاره ځانګړې شوې یوه څوکۍ ورته ورکړل شوې.

په پارلماني انتخاباتو کې چې د فبروري میاشتې په اتمې نیټې وشول، هیڅ ګوند ونشو کړی چې اکثریت څوکۍ وګټي او په همدې خاطر د مسلیګ لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند ائتلافي حکومت جوړ کړ چې صدراعظم پکې شهباز شریف او جمهور رئیس بیا آصف علي زداري شو.

د بهرنیو چارو مخکني وزیر بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند د ائتلافي حکومت جوړیدو پر مهال ویلي و چې د دې ګوند غړي به په کابینه کې برخه وانخلي او ویل کیږي چې دوه نورو وړو ګوندونو ته چې د دئ ائتلاف برخه دي، هم د فدرالي حکومت څوکۍ ورکړل شویدي.

د پاکستان نوی حکومت داسې مهال کابینه اعلانوي چې په کور دننه او د باندې د ګڼ شمیر چلنجونو سره مخ دی.

په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو پرله پسې مظاهرې روانې دي چې تیره ورځ هم د دې ګوند ګڼ شمیر غړي او مشران د پنجاب په ولایت کې پولیسو ونیول.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په تلویزیونونو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې پولیس د پي ټي آی جګپوړي مشران او کار کوونکي د لاهور په ښار کې نیسي.

دې ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر ۱۰۰ ډیر غړي یې پولیسو نیولي دي او ادعا لري چې هغوي په پارلماني انتخاباتو کې د "ټګیو او واک غلا" پر ضد سوله ایزې مظاهرې کولې.

د پي ټي آی په اعلامیې کې د پولیسو دا کړنه غندل شوې او په سمدستي توګه د ټولو نیول شویو کسانو د خوشې کیدوغوښتنه یې کړې.

اقتصادي بحران، د برښنا کموالی ، د وسله والو ډلو بریدونو ډیروالی او د ګاونډي هیواد افغانستان سره اړیکې د پاکستان د نوي حکومت لپاره یو شمیر عمده ستونزې دي.