پاکستان په اسلام آباد کې د مشال راډيو دفتر وتاړه

د مشال رادیو مرکزي دفتر په پراگ کې دی

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اسلام آباد کې د ازادې اروپا / ازادۍ راديو د مشال څانګې دفتر تړلی دی

د مشال رادیو مدیر محمد امین مدقیق د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي د جنورۍ په ١٩ د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د مشال رادیو دفتر تللي دي او د دفتر مدیر سره له خبرو وروسته یې د رادیو د تړلو امر کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغې وکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی، د مشال رادیو د پاکستان د حکومت پر خلاف خپرونو تورنه کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مکتوب

ښاغلي مدقیق وویل چې "د پاکستان حکومت استدلال کوي چې مشال رادیو په خپلو خپرونو کې داسې احساس ورکوي چې پاکستان د تروریزم جاله ده او اقلیتونو ته تحفظ نه ورکوي او همداشان خلک د حکومت پر ضد راپاروي".

د کورنيو چارو وزارت په فرمان کې راغلي، چې مشال راډيو پاکستان د تروريستانو د امن ځاى په توګه معرفي کړى دى.

د ازادې اروپا / ازادۍ راډيو عمومي رئيس توماس کينت د پاکستان د حکومت پر دغه اقدام سخته خواشيني ښوولې ده.

په پراگ کې د ازادې اروپا د ازادۍ رادیو مرکزي دفتر

د ازادۍ راډيو مشال څانګه يو خصوصي نشراتي بنسټ دى چې د امريکا د کانګرس له خوا يې مالي ملاتړ کېږي.

دغه راډيو په قبايلي سيمو کې د ډيورنډ کرښې دواړو خواته د مېشتو پښتنو لپاره نشرات کوي.