نواز شریف غواړي ورور یې صدراعظم شي

شهباز شریف دمخه تر دې چې د خپل ورور ځای ونیسي باید په انتخاباتو کې ملي اسامبلې ته لاره ومومي

د پاکستان گوښه شوی صدراعظم غواړي ورور یې د هغه لنډمهاله نه بلکه اوږدمهاله ځای ناستي شي.

د پاکستان گوښه شوی صدراعظم نواز شریف په یوه وینا کې خپل ورور شهباز شریف د خپل ځای ناستي په توگه معرفي کړ.

ښاغلي شریف د شنبې په ورځ د پاکستان مسلم لیک نواز گوند ته په وینا کې وویل چې غواړي د صدرات د پاتې مودې لپاره د هغه نژدې ملگری او متحد شاهد خاقان عباسي د صدراعظم په توگه وټاکل شي.

شهباز شریف دمخه تر دې چې د خپل ورور ځای ناستی او صدراعظم شي، باید په انتخاباتو کې ملي اسامبلې ته لاره ومومي.

٦٥ کلن شهباز شریف د پاکستان د پراخ ولایت پنجاب والي دی چې ددې هیواد د ١٩٠میلیون نفوس له نیمایي نه زیات وگړي په همدې ولایت کې اوسیږي.

٥٨ کلن شاهد خاقان عباسي د ښاغلي شریف د نژدې دوستانو او معتمدینو له ډلې نه دی چې د هغه په وروستۍ کابینه کې د پاکستان د نفتو وزیر و.

ښاغلی شریف چې د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې وروسته د صدارت له مقام نه استعفا وکړه، د خپل اوږدمهاله ځای ناستې په هکله یې وویل "ما خپله څوکۍ پریښوده، نو یو څوک یې باید ونیسي او وروسته له زیاتو مشورو شهباز شریف ددې کار لپاره ونومول شو".

هغه د سترې محکمې په پریکړه انتقاد وکړ چې هغه یې د خپلو عوایدو د منابعو د نه څرگندولو او د اداري فساد په تور د خپل مقام نه سلب صلاحیت کړی دی.