د پاکستان پارلمان ښایي د شنبې په ورځ د صدراعظم عمران خان برخلیک وټاکي 

د پاکستان پارلمان

ټاکل شوې چې د پاکستان پارلمان به د شنبې په ورځ غونډه وکړي چې د هغه هیواد صدراعظم عمران خان د ګوښه کولو په اړه رایه ورکړي. د جمعې د ورځې اپریل اتمې (وري ۱۹) د رسمي خبرتیا له مخې ښایي د هغه د مشرۍ موده به لنډه شي.

د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پریکړه وکړه چې خان باید د عدم اعتماد رایې سره مخامخ شي؛ کوم چې تمه کیږي هغه به واک له لاسه ورکړي، پدې معنی چې هغه به له دندې ګوښه کړای شي.

د پاکستان د پارلمان رئیس دفتر امر کړی چې ولسي جرګه د شنبې په ورځ د سیمې په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو غونډه وکړي. رایه اچونه د اجندا څلورمه موضوع ده چې د مخالف ګوند د مشر شهباز شريف لخوا وړاندیز شوې.

د کرکټ ورزش پخوانی ستوری عمران خان، چې په ۲۰۱۸ کې یې دنده پیل کړه، ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ وروسته ملت ته وینا وکړي. هغه د سترې محکمې د پنجشنبې د ورځې له حکم وروسته وویل چې "زما پیغام زموږ ملت ته دا دی چې زه به تل د (پاکستان) لپاره تر وروستي توپ پورې مبارزې ته دوام ورکوم."

د ښاغلي خان د حکومت یو غړي د سترې محکمې پریکړه غندلې چې د عدم اعتماد د رایې د مخنیوي لپاره د صدراعظم هڅې شنډې کړې.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزيرې شيرين مزاري په خپل ټويټر ليکلي: "تېره شپه قضايي کودتا وشوه... د پارلماني برتري ختمه شوه!"

د پاکستان سترې په خپل حکم کې ویلي چې عمران خان د بې اعتمادۍ د رایې په مخنیوي کې غیرقانوني عمل کړی چې د تیرې یکشنبې په ورځ ترسره کیدله او وروسته یې پارلمان منحل کړ او ټاکنې یې وبللې.

دا حکم د پاکستان په کړکیچ کې وروستی پړاو و چې ددغه ۲۲۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی؛ په هغه هیواد کې چې د خپل تاریخ نیمایي واکمني یې د پوځ په واک کې وه.

عمران خان، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د مداخلې مخالف و او د صدراعظم کیدو وروسته یې د روسیې سره یې اړیکې پیاوړې کړې، متحده ایالاتو یې د هغه د ګوښه کولو لپاره د یوې دسیسې په ملاتړ کولو تورن کړي دي. واشنګټن دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

که ښاغلي خان ته د نه باور رایه ورکړل شي، د حکومت مخالف ګوند به د صدراعظمۍ لپاره نوماند وړاندې کړي.

د پخواني لومړي صدراعظم نواز شریف کشر ورور شهباز شریف، د محکمې له پرېکړې وروسته ویلي، چې که عمران خان له واکه لیرې شي، اپوزیسیون هغه د واک د ترلاسه کولو لپاره نومولی دی.

ناڅرګندتیا پای ته رسول؟

د پاکستان روپۍ د پنجشنبې په ورځ د بل هر وخت څخه راټیټه شوه او د بهرنیو اسعارو زیرمې کمې شوې.

د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ د سود نرخ ۲۵۰ پوائنټونه لوړ کړ چې دا د ۱۹۹۶ راهیسې ترټولو لوی اقدام دی.

په کراچۍ کې د ټاپ لاین سیکیورټیز په نامه د پولي معاملاتو مشورتي کمپنۍ څخه محمد سهیل رویټرز اژانس ته ویلي چې: "د محکمې پریکړه به تر ډیره حده سیاسي ناڅرګندتیا او د اساسي قانون کړکیچ پای ته ورسوي. دا به په بازارونو کې د اعتماد په رامنځته کولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاتوي چې: "که څه هم اقتصادي ننګونې پاتې دي او دا به په زړه پورې وي چې وګورو چې نوی تنظیم څنګه د شیانو د تنظیم کولو لپاره زړور ګامونه پورته کوي."

اپوزیسیون ویلي چې دوی وختي ټاکنې غواړي خو یوازې د خان له سیاسي ماتې وروسته او د قانون تصویبولو وروسته چې د دوی په وینا اړتیا ده چې ډاډ ترلاسه شي تر څو راتلونکې ټاکنې ازادې او عادلانه وي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې کولای شي ټاکنې د اکتوبر په میاشت کې ترسره کړي، دا پدې معنی دي چې هر نوی حکومت به تر هر څه مخکې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وي.