د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، ټاکل شوې د پاکستان د ولسي جرګې رئیس اسد قیصر راتلوونکې پنجشنبه کابل ته سفر وکړي.
نوموړي تمه ښودلې چې افغانستان ته د اسد قیصر درې ورځیني سفر د کابل او اسلام اباد اختلافات په دوه اړخیزه اړیکو بدل کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق د دوشنبې په ورځ اپرېل ۵ (وري ۱۶) د یاد سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي:
Kabul is preparing to welcome a parliamentary delegation from Pakistan. We look forward to have a great visit on 8-11 April that would make a difference to bilteral relations that are already on an upward trajectory. pic.twitter.com/y8EKwHivlT
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) April 5, 2021
افغان حکومت تر دا مهاله کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر د پلان شوي سفر په اړه څه نه دي ویلي. خو په کابل ښار کې د ولسي جرګې ودانې ته پر غځېدلې سرک د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځوړند شوي دي.
تیر کال پاکستان ته د افغانستان د ولسي جرګې د یو پلاوي د سفر پرمهال د پاکستان د ولسي جرګې رئیس اسد قیصر او ورسره پلاوي ته کابل ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه.
د پاکستان پارلماني پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تیره ورځ د غلام خان بندر له لارې د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر ميرانشاه پورې د تللو اجازه ورکړل شوه.
افغان سوله، دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې او د افغان کډوالو مسئله هغه څه بلل کیږي چې ټاکل شوې د پاکستان له پارلماني پلاوي سره ورباندې بحثونه وشي.