د پاکستان دوو عمده ګوندونو د ایتلافي حکومت په جوړېدو توافق وکړ

د پاکستان مسلم لیګ ګوند وايي له نورو ګوندونو سره یې د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې کړې

د مسلم لیګ-نواز ګوند، چې د پاکستان پوځ یې ملاتړی دی، ویلي دي چې د پاکستان د خلکو له ګوند او ځینو نورو ګوندونو سره موافقې ته رسېدلي دي چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د ټاکنو پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شوې چې د عمران خان مرتبطو کاندیدانو د ۲۶۴ څوکیو څخه ۹۳ څوکۍ ګټلي او د مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلي دي.

یو ګوند باید د ۱۶۹ پارلماني غړو حمایت ولري چې حکومت جوړ کړي، هېڅ یو ګوند په یوازې ځان حکومت نه شي جوړولای. د عمران خان ګوند ځکه حکومت جوړولای نه شي، چې کاندیدانو ته یې اجازه نه وه، چې د ګوند له لوري ودرېږي.

د مسلم لیګ کوند مشر شهباز شریف، چې نور سیاسي مشران یې هم تر څنګ ولاړ وو، وویل چې چمتو دي ان د پاکستان له پخواني صدراعظم عمران سره هم خبرې وکړې.

عمران خان د فساد او ځینو نورو تورونو له کبله بندي دی.

شهباز شریف وویل: «تېر هېر کړئ او بخښنه وکړه، بخښنه وکړه او تېر هېر کړه- راځئ چې د هېواد د ښه والي لپاره یو بل ته لاس ورکړو.»

تر دې څو ساعته مخکې د ادیاله په زندان کې د عمران خان د محکمې یوه غونډه وه، هغه خبریالانو سره په خبرو کې له مسلم لیګ نواز او د پاکستان د خلکو له ګوند سره د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه همکاري رده کړه.

د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري نن سه شنبه وویل: «نن مو پرېکړه وکړه چې یو ځای شوي، حکومت جوړ او پاکستان له ستونزو څخه وژغورو.»

د زرداري زوی بلاول بوټو ویلي وو چې غواړي پلار یې بیا د پاکستان ولسمشر شي.

د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو او فساد تورونه هم لګول شوي دي. عمران خان ویلي دي چې په «ټاکنو کې د درغلیو په اړه به سترې محکمې ته» عریضه کوي.