په پاکستان کې د پښتون لاریون کوونکو شمیر زیاتیږي

نن د جمعې ورځ په اسلام آباد کې د پښتون احتجاج نهمه ورځ وه

د جمعې ورځ په اسلام اباد کې د پښتنو د لاریون او احتجاج نهمه ورځ وه. په داسې حال کې چې د ددې اعتراض د گډون کوونکو شمیر زیاتیږي، د اعتراضونو لړۍ د پاکستان کوچنیو ښارونو او کلیو ته هم غزیدلې ده.

د اسلام اباد د پښتون لاریون "دا څنګه ازادي ده؟" سندره نن د جمعې په ورځ د کراچۍ په مظاهره کې هم ښه په زغرده اوریدل کیده او گډون کوونکو دا ناره هم کوله چې د پښتنو دغه کوښښ دې نور هم تند شي.

د کراچې پرېس کلب په وړاندې په احتجاج کې د زیات شمیر پښتنو د گډون سربیره د نورو ژبو ویونکو هم د پښتنو سره د پیوستون په مقصد ولاړ وو.

د امریکا غږ ډیوه رادیو خبریال وایي د نقیب مسید د وژنې پرضد د مدني ټولنو فعالین د پاکستان په ستر اقتصادي مرکز کې په داسې حال کې راټول شوي وو چې د دې ښار نه شاوخوا ۱۳۰۰ کیلو متره لرې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې د اسلام آباد له لاریون کوونکو نه د ملاتړ په مقصد ګڼو قبایلو خپل غږ پورته کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون احتجاج لړۍ سوات او نورو ښارونو ته هم وغزیده

په اسلام اباد کې روان پښتون لاریون کې برخه لرونکې پښتانه وايي ترڅو یې چې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به د اسلام اباد څخه ونه ښوریږي.

د اسلام آباد د لاریون برخه وال پنځه اساسي غوښتنې لري چې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید قاتلانو ته سزا ورکول، تر دې دمه د ټولو وژل شویو پښتنو د قضیو پلټنه، د قبائیلي سیمو نه د ماینونو پاکول او په دې سیمه کې د پیښو د رامنځ ته کیدو وروسته په گرځیدو باندې د بندیزونو نه لگول شامل دي.

د ډان ورځپاڼه چې په انګلیسي لیکل کوي په یوې مقالې کې لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د نقیب مسید په وژنه تور پولیس منصبدار راو انوار د نیولو په هکله خپله ژمنه پوره کړي. ورځپاڼې په دې لیکنه کې دا پوښتنه هم مطرح کړې چې که راو انوار په اسلام اباد کې پټ وي چې د هیواد ترټولو امنه سیمه ده، نو څنګه ټول حکومت نه شي کولی ددغه خوندي ښار څخه یو فرد (راو انوار) ونیسي؟

د اسلام اباد د احتجاجي غونډې او لاریون د مشرانو سره په روانه اوونۍ کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي لیدنه کړې وه او ویلي وو چې حکومت د هغوی غوښتنې پوره کړي. خو ددې لاریون مشر منظور پشتین، د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي چې هغوی په تشو ژمنو نه تیر وځي. هغه ویلي چې که حکومت رښتینی وي نو دوی ته دې ضمانت ورکړي چې د راو انوار د نیولو په گډون د احتجاج کوونکو ټولې غوښتنې ومنل شي.