منیر اکرم پر ښځو محدودیتونه د پښتنو فرهنګ بللو له کبله بخښنه وغوښته

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د جمعې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) د خپلو هغو څرګندونو په هکله بخښنه وغوښتله چې پکې یې پر افغان میرمنو لګول شوي محدودیتونه د پښتنو د فرهنګ یوه برخه بللې وه.

منیر اکرم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د هغه څرګندونې د پاکستان د دریځ استازیتوب نه کوي او هغه څه له کبله یې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو د لګولو په اړوند ویلي، بخښنه غواړي.

هغه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه ددې پیغام په دوام کې لیکلي چې د افغانستان په اړه د بشردوستانه غونډې په جریان کې د هغه د څرګندونو له امله د رامنځته شوي زیان په خاطر بخښنه غواړي.

منیر اکرم زیاته کړه: "ما غلطه خبره وکړه او زما خبرې د پاکستان دریځ په سمه توګه نه منعکس کوي. زه پښتني کلتور ته ژور درناوی لرم. تعلیم ته د ښځو او نجونو د لاسرسي منع کول نه اسلامي دی او نه د پښتون کلتور."

منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ اول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي وو چې پر افغان میرمنو لګول شوي محدودیتونه له دین سره ربط نلري او دا د پښتنو د فرهنګ یوه برخه ده. هغه ویلي وو چې: "زما په نظر هغه محدودیتونه چې د افغان موقت حکومت له خوا پر ښځو لګول شوي، د دین له اړخه ندي بلکې د پښتنو د عجیب او غریب فرهنګ څخه دي."

د هغه په وینا د پښتنو فرهنګ ایجاب کوي چې میرمنې باید په کور کې وساتل شي او دا د افغانستان د فرهنګ واقعیت دی چې د سل ګونو کلونو راهیسې دوام لري.

ددغو څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې افغان طالبان هم همدا د فرهنګ موضوع پلمه کوي څو د نجونو د تعلیم او د میرمنو د کار مخه ونیسي: "غواړم ووایم چې د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نلري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نلري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه یم. دا هیڅکله د افغانستان د خلکو حتي د پښتنو فرهنګ ندی."

ښاغلي فایق زیاته کړه، له بده مرغه کومې سیمې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، هغوی ښوونځیو ته اور ورته کاوه او نجونې او حتی هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پریښودل.

خو د هغه په وینا "حتي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چیرې چې اکثریت اوسیدونکي یې پښتانه دي، ما هیڅ وخت ندي اوریدلي چې ښوونځیو ته یې د خپلو لوڼو د تګ مخه نیولي وي."

دا لومړی ځل ندی چې یو پاکستانی چارواکی په ټولنه کې د افغان میرمنو د ځای د نشتون په اړه خبري کوي.

تیر لمریز کال عمران خان کله چې د پاکستان لومړی وزیر وو، د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې ادعا وکړه چې اکثریت طالبان پښتانه دي او د پښتنو په کلیوالو سیمو کې خلک چمتو ندي چې حتي د امتیازاتو په مقابل کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

د عمران خان دې څرګندونو د افغانانو تند غبرګونونه راوپارول. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې د "تفرقې د رامنځ ته کیدو لپاره هڅه" وبلله.

ښاغلي کرزي په خپله فیسبوک پاڼه په کلک انتقاد سره له عمران خان څخه وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړي او په نړیوالو غونډې کې ددې هیواد د استازیتوب څخه ډډه وکړي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول، په زیاتیدونکي شکل یې په ټول افغانستان کې پر میرمنو او نجونو محدودیتونه ډیر کړي دي او هغوی یې نه یوازې په دولتي او غیر حکومتي دفترونو کې له کار کولو منع کړي بلکې ښوونځیو او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو او میرمنو د تګ مخه نیولې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وروستي اقدام کې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لارښونه کړې چې تر "امر ثاني" پورې ددغو پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړي.

طالبانو همدارنګه څه وخت مخکې په نړیوالو موسساتو کې د میرمنو په کار بندیز ولګاوه.