جیلاني: په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال شړو

په پاکستان کې چارواکي وایي شاوخوا دوه میلیون افغانان په ده هېواد کې اوسېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه) وویل چې حکومت یې پرېکړه کړې ده چې ټول هغه افغان کډوال او نور بهرنیان، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، وشړي.

که د پاکستان حکومت دا پلان عملي کړي،‌ په دې کې به شاوخوا یو میلیون افغانان زیانمن شي. په دوی کې هغه افغانان دي، چې په کابل باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شوي دي.

جلیل عباس په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:"د کابینې له لوري نوې تائید شوې پالیسې یوازې د افغانانو لپاره نه ده، بلکې دا د مختلفو هېوادونو وګړي، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، نغاړي."

هغه دا وضاحت ورکړ چې ثبت شوي افغانان او په قانوني توګه اوسېدونکي افغانان به نه شړل کېږي خو "هغه خلک چې په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي، که افغانان دي او یا نور، باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. موږ به دا تګلاره جدي عملي" کوو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویلي چې دا پلان به هغه افغانان زیانمن کړي چې په نړیواله کچه مصونیت ته ضرورت لري. د دغه سازمان ویاند قیصر خان افریدي امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه د پاکستان له اړخه "وضاحت غواړي".

دا مطلب هم ولولئ

پېښور کې افغان کډوال د پولیسو له ځورونې شکایت کوي

نوموړي وویل، چې "د هر کډوال بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه او له هر ډول فشار پرته وي، چې د هغو خلکو حفاظت وشي چې د خوندیتوب په لټه دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند زیاته کړه چې د دوی اداره چمتو ده چې د هغو د خلکو د ثبت او مدیریت په برخه کې د پاکستان سره همکاري وکړي، چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو څخه مخکې، پاکستان ویل چې ۲.۷ میلیون افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیون یې ثبت شوي دي او ۸۸۰۰زره نور یې، د کار او غریبۍ لپاره ورغلي افغانان دي. د پاکستاني مقاماتو په خبره، له دې پرته نور ټول یې ناقانونه کډوال دي.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته، پاکستان ته د افغان کډوالو یوه بله څپه پیل شوه، چې د چارواکو په وینا ۷۰۰زره افغانان پاکستان ته تللي دی. د اټکل له مخې، په تېرو شاوخوا دوو کالونو کې نژدې ۲۰۰زره افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې متحدو ایالتونو او نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي.