​د فساد تورونه د مریم شریف سیاسي راتلونکې گواښوي

مریم شریف یوې غونډې ته د وینا پر وخت

د پاکستان د صدراعظم او د هغه د کورنۍ د شتمنیو په اړه د پاکستان د عالي محکمې رپوټ نه یواځې د نواز شریف مقام له خطر سره مخامخ کړی، بلکه د هغه د لور سیاسي موقف چې ممکن په راتلونکې کې د هغه ځای ناستې شي، له گواښ سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د هغه د کورنۍ د شتمنیو د منابعو په هکله د اداري فساد د پلټنو رپوټ په زغرده رد کړ او هغه یې "تهمت او افترا" وگاڼه.

په تحقیقاتي ټیم کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مقامات هم شامل دي، دغې ډلې د تیرې دوشنبې په ورځ خپل رپوټ د پاکستان سترې محکمې ته سپارلی دی.

ددې تحقیقاتي رپوټ کاپي د رسنیو لاس ته ورغلی او دا کار ددې سبب شوی چې د ښاغلي شریف مخالفین د هغه د استعفا غوښتنه وکړي. خو ښاغلی شریف ددې رپوټ ادعاگانې ردوي چې وایي د شریف د کورنۍ شتمني ددې کورنۍ د عاید په پرتله زیاته ده.

د تحریک انصاف د گوند مرستیال شاه محمود قریشي روییترز ته ویلي دي چې "د شریف اقتدار په بشپړه توگه له منځه تللی دی. د هغه د دندې د دوام لپاره هیڅ قانوني، اخلاقي او سیاسي توجیه نشته".

په ۲۵۴ پاڼو کې دغه لیکل شوي رپوټ د نواز شریف د لور مریم شریف په سیاسي موقف باندې چې ممکن د مسلم لیگ – ن، په گوند کې د هغه سیاسي ځای ناستې شي هم اثر کړی دی.

۴٣ کلنه مریم نواز شریف په دې وروستیو کلونو کې د ښاغلي شریف په کورنۍ کې پوره نفوذ ترلاسه کړی دی. هغې پر خپل پلار فشار راوړی چې د پاکستان په محافظه کاره ټولنه کې د ښځو حقونو ته زیاته پاملرنه وکړي او "لیبرال دریځ" غوره کړي.

د رویترز اژانس وایي مریم شریف په ټولنیزو رسنیو کې په ځانگړې توگه په ټویټر کې خورا فعاله ده او د اداري فساد په اړه د خپلې کورنۍ نه د هغې سخته دفاع ددې سبب شوې چې د حکومت اپوزیسیون د فساد د تورونو نه په استفادې مریم شریف په نښه کړي او هغه پلان شنډ کړي چې ښایي د نواز کورنۍ پر هغې راټوله شي.

د پاکستان د خلکو گوند مرستیالې شیري رحمان رویترز ته وویل چې "ددې کورنۍ ټولې هغه ارزوگانې له منځه وړي چې د [مریم] په اړه یې لري".

د پاکستان د عالي محکمې د پلټنو گډ ټیم د ښاغلي شریف پر کورنۍ تور لگوي چې شتمني او جایدادونه یې د عاید سره برابر نه دي. دوی مریم شریف او د هغې وروڼه په دې ملامت کړي چې د جعلي اسنادونو په لاس لیک کولو سره یې په بهر کې کمپنۍ او په لندن کې عصري اپارتمان واخلي.

مریم شریف چې په مریم صفدر هم مشهوره ده دغه رپوټ یې "رد" کړی او په خپل ټویټر کې چې ٣،٥ میلیونه خلک یې تعقیبوي لیکلي چې " په ستره محکمه کې به نه یواځې دا ادعاگانې چلنج کړو، بلکه هغه به له منځه یوسو".

مریم هغه وخت سیاسي شهرت وگاټه چې په ٢٠١٣ کې یې د خپل پلار د بیا صدراعظم کیدو انتخاباتي کمپاین پرمخ بیوته او د ځوانانو ډیرې رایی یې چې عمران خان پرې حساب کاوه ترلاسه کړې.

اقتصادي تاثیرات

د نواز شریف د کورنۍ د اداري فساد د تحقیقاتي رپوټ په خپریدو سره د اقتصادي گډوډۍ له ویرې د اسهامو بازار هم متاثر شوی دی.

په تیر مالي کال کې د پاکستان اقتصاد ٥،٣ فیصد وده ښودلې وه چې دا په تیره یوه لسیزه کې ددې هیواد تر ټولو زیاته اقتصادي وده وه.

د کلونو کلونو د انرژۍ د کمبود مشکلات چې په اکثرو ښارونو کې به بریښنا قطع کیدله اوس یو څه راکم شوي خو په بشپړه توگه له منځه نه دي تللي.

د پاکستان صدراعظم ویلي هغه اقتصادي پرمختیاوی چې په ٢٠١٣ کې د هغه د حکومت پر وخت په دې هیواد کې پیل شوي "ښیي چې حکومت په سمه لار روان دی".

د نواز شریف په مشرۍ حکومت دوره د ٢٠١٨ کال د جون په میاشت کې پای ته رسیږي او که نواز شریف استعفا ته مجبور کړای شي د مسلک لیگ واکمن گوند د انتخاباتو د رارسیدو پورې کولای شي یو نوی مشر د پاکستان د صدراعظم په توگه وټاکي.