آیا د پاکستان صدراعظم به د ملي اسامبلې څخه د باور رایه تر لاسه کړی شي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان پداسې حال کې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې کوي چې له یوې خوا د عدم اعتماد د رایه ګیرۍ سره مخ دی او په عین وخت کې د هغه د واکمن تحریک انصاف ګوند د لسو څخه ډیرو وکیلانو د سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی.

د ښاغلي خان ګوند د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا په پاکستان کې د ائتلافي حکومت مشري کوي او په پارلمان کې هم ډیر خاص اکثریت نلري. د ښاغلي خان متحدینو هم پدې تیرو څو ورځو کې په عامه توګه خبرداری ورکړی چې د پالیسیو پر سر د اختلاف له کبله د عمران خان سره لارې بیلې کړي.

سیاسي مخالفینو د همدې میاشتې په سر کې په ګډه د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو په هدف د نه باور د رای ورکولو غوښتنه وکړله او په ښاغلي خان یې تور ولګاوه چې بهرنۍ پالیسي او د هیواد اقتصادي چارې یې په سمه توګه ندي تنظیم کړي.

خو صدراعظم عمران خان او د کابینې وزیران یې دا تورونه نه مني او په سیاسي مخالفینو یې تور ولګاوه چې د تحریک انصاف ګوند وکیلانو ته یې د ګوند پریښودو لپاره رشوت ورکړی خو سیاسي مخالفینو او هغوي چې د ښاغلي خان څخه یې لار بیله کړې، دا تورونه یې رد کړي.

د عمران خان حکومت په واک کې د پاتې کیدو په تازه هڅې کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ به سترې محکمې ته عریضه وکړي او دا به وغواړي چې آیا د پارلمان هغه غړي چې د تحریک انصاف ګوند یې پریښي کولی شي چې په پارلمان کې خپلې څوکۍ وساتي او آیا د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه اخیستی شي که نه.

د صدراعظم یو ځانګړي مرستیال روف حسن ویلي چې ښاغلی خان پریکړه کړې چې هیڅ ډول فشار ته به سر ټیټ نکړي. ښاغلي حسن امریکا غږ ته وویل، "مونږ به د ټولو دیموکراتیکو، حقوقي او اساسي لارو چارو څخه کار واخلو او مبارزه به کوو".

د پاکستان د پارلمان هغه غړي چې د عمران خان ګوند یې پریښی د سیاسي مخالفینو لخوا د امنیتي اندیښنو له کبله په اسلام آباد کې په یو رسمي ودانۍ کې ساتل کیږي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند کار کوونکو او پارلمان دوو غړیو د جمعې په ماښام پدې ودانۍ هجوم ور وړ خو پولیسو مداخله وکړله او د مظاهره چیانو مخه یې ونیوله.

د پاکستان صدراعظم د عدم اعتماد څخه د بچ کیدو په خاطر باید په ملي اسامبلې کې لږ تر لږه ۱۷۲ رایې وګټي.

خو ښاغلی خان ښایي د متحدو ګوندونو او هغو وکیلانو چې د تحریک انصاف ګوند یې پریښی د ملاتړ پرته ونشي کړی چې دومره رایې وګټي ځکه سیاسي مخالفینو دا ادعاوې هم کړي چې ښایي د ښاغلي خان د ګوند نور غړي هم د مخالفینو سره لاس یو کړي.

د ښاغلي خان سیاسي مخالفین په ملي اسامبلۍ کې ۱۶۳ څوکۍ لري او د عمران خان د ګوند څخه د حکومت د نیولو لپاره یوازې لسو څوکیو ته اړتیا لري.

په پاکستان کې عمومي انتخابات په ۲۰۲۳ کې کیږي.