شهباز شریف: د خوراکي موادو د کمښت سره مخ یو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي پدې هیواد کې سیلابونو او بارانونو کښت د اوبو لاندې کړی او د خوراکي موادو د کمښت سره مخ دي.

د پاکستان د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي شریف د خوراکي موادو د کموالي د ستونزې په حل کې د ترکیې څخه د مرستې غوښتنه کړې.

ترکیې وار د مخه پاکستان ته په ۱۲ نظامي الوتکو، اورګاډو او لاریو موټرو کې دې سیلاب ځپلي هیواد ته مرستندویه مواد استولي چې خوراکي مواد، خیمې او دارو درمل پکې و .

خو شهباز شریف د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې مرستو له کبله د کور وداني تر څنګ د خوراکي موادو د کمښت او هغو سیمو په بیا رغولو کې د انقرې د مرستې غوښتنه کړې چې سیلابونو ړنګې کړي.

په ټول پاکستان کې د سیلابونو او بارانونو له کبله څه باندې ۶۶۰۰۰ زره کسان چې میرمنې او ماشومان پکې شامل دي، په موقتي کمپونو ژوند کوي ځکه چې کورونه یې ړنګ شوي او یا خوندي سیمو ته یې ځانونه رسولي دي.

پاکستان تر ډیره پخپلې کرنې متکي دی خو کله نا کله د افغانستان او نورو هیوادونو څخه غنم واردوي.

اوس دا هیواد د ګڼ شمیر هیوادونو سره په خبرو اخته دی چې د غنمو تر څنګ سبزیجات هم د افغانستان او نورو هیوادونو څخه وارد کړي.

د سیند ولایت جنوبي برخې او همدارنګه د پنجاب ولایت چې د پاکستان لپاره د کرنې له پلوه مهمې سیمې دي او ډیری خوراکي مواد او سبزیجات په همدې دوو سیمو کې کیږي، تر تیرې اوونۍ پورې یې اکثریت سیمې د اوبو لاندې وې.

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د خوراکي موادو او سبزیجاتو بیې لوړې شوي او خلک یې د اخیستو وس نلري.

پاکستان د نړۍ د څو هیوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه مؤسسو څخه غوښتي چې دې هیواد سره دې لا ډیرې مرستې وکړي.

د متحده ایالاتو په ګډون ملګرو ملتونو او نورو هیوادونو تر اوسه پاکستان ته څه باندې ۶۰ الوتکې مرستندویه مواد رسولي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د متحده ایالاتو درې نظامي الوتکې چې مرستندویه مواد پکې بار و، دوشنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د پاکستان سیند ایالت ته ورسیدې.

سره لدې چې سیلابونو ټول پاکستان ځپلی خو د سیند په ایالت کې یې د نورو سیمو په پرتله خلکو ته ډیر مالي او ځاني زیان رسولی.

د پاکستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله ویلي چې د متحده ایالاتو لخوا مرسته شوي مواد به د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام له لورې په خلکو وویشل شي او ټاکل شوې د همدې روانې میاشتې تر ۱۶ مې به د مرستو ویش دوام ولري.

متحده ایالاتو همدرانګه پاکستان ته په الوتکو کې د مرستو رسولو د چارو د لا بهتره او آسانه کیدو لپاره موقتي بشري هوایي پل جوړ کړی چې له مخې به یې په شلو الوتکو کې دې هیواد ته بشري مرستې ورسیږي.

امریکایي چارواکو همدارانګه ویلي پلان لري چې په پاکستان کې د سیلاب ځپلو سره د نغدو پیسو مرستې هم وکړي.