پاکستان د'لبیک پاکستان غورځنګ' ډلې مشر خادم حسین رضوي نیولی

پاکستاني پولیسو د 'لبیک پاکستان غورځنګ' ډلې مشر خادم حسین رضوي نیولی دی.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د پاکستاني پولیسو د یو مقام طاهر محمود له قوله ویلي چې د دغه ډلې ۳۰ نور غړې چې نن شنبه (نومبر ٢۴) یې د پنجاب ولایت ومخې ته د خپل مشر د نیولو په غبرګون کې اعتراض کړی و هم نیولی دي.

د رضوي پلویانو د نوموړي په مشرۍ په اکتوبر میاشت کې اسلام ته په سپکاوي د یوې تورنې مېرمنې اسیه بي بي د محکمې لخوا د برائت ورکولو په غبرګون کې په پاکستان کې په پراخو اعراضونو سره کارونه په ټپه ودرول.

د دې ګوند یو شمېر مشرانو حتا د اسیه بي بي د خوشې کولو د پرېکړې په وجه د هغو قاضیانو د وژلو غوښتنه کړې وه چې هغې ته یې برائت ورکړی دی.

تحریک لبیک: حکومت سره مذاکرات ناکامه شو، مظاهرې به کوو

آسیه بي بي به "ډېر ژر" له پاکستان څخه وځي

اسلام ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي

خادم حسین رضوي په روانه نومبر میاشت کې د پاکستان د قضائیه قوې، صدراعظم او پوځ پر وړاندې لمسونکي مطالب په ټویټر خپاره کړه چې وروسته پاکستان له ټوېټر شبکې څخه د نوموړي د اکونټ بندلو غوښتنه وکړه.

ټوېټر شبکې هم د پاکستان حکومت تر غوښتنې وروسته د نوموړي ټوېټر اکونټ بند کړ.

دا مطلب هم ولولئ ټویټر د یو پاکستاني سخت دریځه اکونټ بند کړ

د پاکستاني مقاماتو په وینا خادم حسین رضوي خلک تاوتریخوالي او کرکې ته رابولي