پاکستان د حافظ سعید دوه خیریه موسسې بیرته بندې کړې

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړی دی

د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت بیا بندیز ولگاوه چې امریکا یې د ممبای د ٢٠٠٨ کال په برید کې په لاس لرلو تورنوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ (فبرورۍ ٢٢) وویل چې ددې هیواد لوړپوړي امنیتي ارگان دغه تصمیم په هغه غونډه کې نیولی چې مشري یې د پاکستان صدراعظم عمران خان کوله.

د پاکستان حکومت په هندي کشمیر کې د وروستۍ مرگونې پیښې په اړه د نړیوالو غبرگونونو په نتیجه کې ددغو دوو خیریه موسسو د فعالیت د بندولو پریکړه کړې ده.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې موسسې دي چې د سخت دریځه ملا حافظ سعید له خوا جوړې شوی دي.

لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور هم دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبای په حملو کې یې لاس درلود چې ١٦٦ تنه په کې وژل شوي وو.

د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خیریه موسسو فعالیت تیر کال د فبرورۍ په میاشت کې د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس د پاکستان حکومت بند کړی و، خو په تیر سپتمبر کې د پاکستان سترې محکمې ددې موسسو فعایت بیرته ازاد کړ.

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړی دی او د هغه په نیولو یې د ١٠ ملیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی، خو د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړې چې ازاد وگرځي.