د بخښنې نړیوال سازمان د گلالۍ اسماعیل په موقتي توقیف اندیښنه ښودلې

ټولنیزه فعاله گلالۍ اسماعیل

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستاني مقاماتو له لورې د اسلام آباد په هوایي ډگر کې د بشري حقونو د پښتنې فعالې گلالۍ اسماعیل په موقتي نیولو اندیښنه ښودلې او د پاکستاني مقاماتو دا کار یې غندلی دی.

د بشري حقونو پښتنه ټولنیزه فعاله گلالۍ اسماعیل له لندن نه پاکستان تر ستنیدو وروسته د اسلام اباد په هوایي ډګر کې پاکستاني مقاماتو نیولې وه، خو څو ساعته وروسته یې په ضمانت خوشې کړې ده.

گلالۍ اسماعیل د امریکا غږ ډیوه رادیو ته ویلي چې "زه د لنډې مودې لپاره په ضمانت خوشې شوې یم، خو صوابۍ ته رسیدو سره باید د توقیف نه د خلاصیدو ضمانت ورکړم."

ګلالۍ د جمعې په سهار وختي د پاکستان پر وخت د اوو بجو په شاوخوا کې اسلام اباد هوایي ډګر ته په رسیدو د تحقیقاتو د مرکزي ادارې (ایف آی اې) چارواکو پاسپورټ ځنې واخیست د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې خپل مرکز ته بوتله.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي ایشیا څیړونکې رابیې محمود د گلالۍ د توقیف کیدو سره جوخت په یو بېړني رپوټ کې ویلي چې "ګلالۍ اسماعیل باید سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړل شي. د هغې نیول او پر هغې د سفرکولو بندیز لګول په هیڅ ډول جواز نه لري." د میرمن محمود په وینا هغه تش په دې خاطر نیول شوې چې د بشري حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

گلالۍ اسماعیل له اوږدې مودې راهیسې د ټولنیزې فعالې په توګه په پاکستان کې کار کوي او د Aware Girls یا د ویښو نجونو په نامه یوه ټولنه هم لري، چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي. د رپوټونو له مخې گلالۍ اسماعیل د پښتون تحفظ غورځنگ کلکه ملاتړې هم ده.

ګلالۍ اسماعيل په شپاړس کلنۍ کې له خپلې خور سبا اسماعيل سره په ګډه د کلتوري تشدد او پر ښځو د ظلم په ضد د پوهاوي یوه ټولنه جوړه کړې وه. ګلالۍ دnetworkSeeds of Peace [د امن زړي شبکې] جوړوونکې هم ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د "انا پولیټکوسکایا" په نوم د ښځو د حقونو یوه نړیواله جایزه هم ګټلی وه.

ګلالۍ اسماعیل په یو پیغام کې ویلي چې د هغې توقیفیدل څرګندوي چې په پاکستان کې مدني ازادي څومره محدوده شوې ده.