پاکستان افغان محصلینو ته د تورخم دروازه پرانیستله

تور خم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي د دغه هیواد پوهنتونونو کې د سلګونو افغان مصحلینو پر مخ یې د تورخم دروازه خلاصه کړې ده.

یاد سفارت پرون یکشنبه ناوخته اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په یوې اعلامیې کې د هغو ۹۵۰ افغان محصلینو نومونه هم اعلان کړي چې د پاکستان په پوهنتونونو کې درس وايي.

د پاکستان سفارت له افغان محصلینو څخه غوښتي چې د دغه هیواد پوهنتونونو کې خپلو درسونو ته حاضر شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت له هغو افغان محصلینو څخه چې په کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې بند پاتې شوي هم غوښتي چې اوس مهال یې پر مخ د تورخم دروازه خلاصه ده او هغوی کولای شي له دغه لارې پاکستان ته ځان ورسوي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته پاکستان ځمکنۍ لارې بندې کړي، خو له تېرو څو ورځو یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې پاسپورت او وېزه ولري.

تر دې مخکې ګڼو شمېر افغان محصلینو چې په پاکستان کې درس وايي، د لارې بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و که چیري لارې خلاصي نشي دوی به له درسونو څخه پاتې شي.

یاد افغان محصلین په پاکستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته چې پوهنتونونه رخصت شول خپل هیواد ته راغلي وه.

له یادو افغان محصلینو یو شمېر یې ویلي چې پاسپورتونه یې تمدید ته اړتیا لري او له طالبانو څخه یې غوښتي و چې د یادې ستونزې په هواري کې له دوی سره مرسته وکړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت دوې اونۍ مخکې د پاسپورت ورکولو بهیر پیل کړی او اعلان یې کړی هغه کسان چې بهر ته د زده کړو لپاره هم پاسپورت ورکول کیږي.

د پاکستان د پي آی اې شرکت د ټکټونو بیې

په دې وروستیو کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته د نړیوالو الوتنو تر بندېدو وروسته یوازې د پاکستان PIA هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې لرلې.

مخکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د PIA هوايي شرکت د یوه ټکټ بیه ۱۵۰/ ۲۰۰ امریکايي ډالر و، خو اوس مهال د یوه ټکټ بیه ۱۲ برابره زیاته شوې او ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

وروسته طالبانو له پي آی اې او په افغانستان کې له کام ایر خصوصي شرکتونو څخه وغوښتل چې خپلې بیې د مخکې په څېر راټيټي کړي.

خو د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت د طالبانو خبرداري ته په غبرګون کې خپل پروازونه کابل ته وځنډول.

خو د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د ټکټونو د بیو ټیټېدو او پروازونو بیرته پیلېدو په اړه خبرې کړي دي.