پاکستان په روانه اونۍ کې پر "پښتون ژغورنې غورځنګ" بندیز اعلان کړ او په شمال لویدیځ پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره دغه مبارزه کوونکی غورځنګ یې د پاکستان ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته خطر وباله.
خو د بشري حقونو ملاتړو ډلو دا بندیز په پاکستان کې د مخالفو غږونو د غلي کولو هڅه بللې ده.
پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) باندې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون له مخې بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې دغه غورځنګ په خیبر کې د "قومي جرګې" په نوم ستره غونډه جوړه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ څه دی؟
دا غورځنګ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو وروسته د مخالفتونو په پایله کې رامنځته شوی دی.
په ۲۰۰۱ کې د طالبانو او القاعده ترهګرې ډلې په خلاف پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل وروسته، د پاکستان پوځ په دوو لسیزو کې د اورپکو د ځپلو لپاره پراخ عملیات ترسره کړل.
دغو عملیاتو د ځايي خلکو لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې چې په ترڅ کې یې په لسګونو زره کسان ووژل شول، په زرګونو لادرکه شول او په میلیونونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.
په بشري حقونو باندې د پاکستاني پوځ او وسله والو د شکمنو تیریو په غبرګون کې د محسودو د قوم اتو محصلینو په ۲۰۱۴ کې د محسودو د ژغورنې غورځنګ پیل کړ.
دغه غورځنګ په ۲۰۱۴ کې د پاکستاني پولیسو په لاس د یو پښتون د وژل کېدو خلاف اسلام اباد ته ۳۰۰ کیلومتره لاریون وکړ چې، ملي کچه د پام وړ وګرځېد، او وروسته یې د ټولو پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر خپل نوم د پښتون ژغورنې په غورځنګ بدل کړ.
د پي ټي ایم مشر منظور پښتین چې ددغه غورځنګ د بنسټ ایښودونکو په ډله کې شامل دی، د خپلو عامه ویناوو له کبله ددغه غورځنګ په مرکزي هسته بدل شوی دی. د غورځنګ په نورو مشرانو کې د پاکستان د پارلمان پخواني خپلواک غړي علي وزیر او محسن داوړ هم شامل دي چې د غورځنګ د نورو مشرانو او غړو په څېر د حکومت له لورې په مکرر ډول په مختلفو تورونو نیول شوي دي.
د پي ټي ایم د غړیو د دقیق شمېر په اړه معلومات نشته خو ددغه غورځنګ په غونډو کې په لسګونو زره کسان ګډون کوي.
د غورځنګ په غوښتنو کې له پښتني سیمو څخه د پوځ د پوستو لیرې کول، د ماینونو پاکول او د ورکو کسانو موندل شامل دي. خو په وروستیو کلونو کې د عدالت غوښتنې لپاره د پي ټي ایم کمپاین پراخ شوی او تر دې چې حکومت یې هم د ځینو غوښتنو منلو ته غاړه ایښې ده.
دا غورځنګ د خپلو غوښتنو لپاره د انګریزانو د وخت د پښتنو د مدني نافرمانۍ د مبارزې په څېر سوله ایز لاریونونه، پرلتونه او غونډې جوړوي. د راپورونو له مخې، پی ټي ایم د عدم تشدد د ودې لپاره مطالعاتي حقلې جوړې کړي دي او د عدالت لپاره یې د سولې او پخلاینې د کمیسیون غوښتنه کړې ده.
پاکستان پي ټي ایم ته په کومه سترګه ګوري؟
که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو پښتنو ډلو او همدا راز د پاکستاني فعالانو او سیاستوالو ملاتړ ترلاسه کړی، خو د پاکستان د ځواکمن پوځ لپاره په "سرخوږي" بدل شوی دی.
پوځ پر ځان باندې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو تورونه رد کړې دي او پی ټي ایم د خپل مشروعیت لپاره یو ګواښ ګڼي. د بروکینګز انسټیټیوټ شنونکې مدیحه افضل د ۲۰۲۰ په یو راپور کې ویلي چې پي ټي ایم د پوځ "د حساب ورکولو او صداقت" تر پوښتنې لاندې نیولو سره په اغېزمنه توګه ددې ادارې واک چې ځان د ملت ساتونکي بولي، کمزوری کوي.
خو د پوځ دښمني له یوې ژورې وېرې څخه سرچینه اخلي چې هغه د پښتنو ملتپالنه ده. د مدیحه افضل په باور، پاکستان، چې په ۱۹۴۷ کال کې د هغه وخت د بریتانوي هند له څو توکمونو څخه جوړ شوی، د اوږدې مودې راهیسې د "قوي توکمیزې وفادارۍ" په اړه اندیښمن دی.
پداسې حال کې چې پي ټي ایم سوله ایز پاتې شوی، خو پوځ ورته د پاکستان حاکمیت ته د احتمالي ګواښ په سترګه ګوري او د بلوڅ بیلتون غوښتونکو له بغاوت سره یې پرتله کوي چې پوځ ورسره د لسیزو راهیسې په جګړه بوخت دی.
د پي ټي ایم له لومړیو ورځو راهیسې، پوځ د دغه غورځنګ د بندولو لپاره مختلف تاکتیکونه کارولي دي، په رسنیو کې د غورځنګ د فعالیتونو پوښښ یې سانسور کړی، د غورځنګ مشران یې نیولي او بندیان کړي، او د غورځنګ د فعالینو د بدنامولو لپاره یې هڅه کړې چې هغوی د هند او افغانستان ملاتړ لرونکي غداران او ترهګر معرفي کړي.
خو پي ټي ایم ندی کمزوری شوی، د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ یې سوله ایزو جرګو ته دوام ورکړی او تاوتریخوالي ته یې لاس ندی اچولی.
لکه څنګه چې د غورځنګ یو فعال، څیړونکي قمر جعفري ته وویل، "موږ د قانوني فعالیت او مقاومت له لارې د بریدونو په وړاندې دفاع کوو."
د پي ټي ایم راتلونکی
د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو پر پاکستان غږ کړی چې پر پي ټي ایم بندیز لیرې کړي. خو پاکستاني چارواکي وايي چې دا غورځنګ له افغان او پاکستاني طالبانو دواړو سره اړیکې لري.
د پي ټي ایم مسئولینو دا تورونه رد کړي دي.
په همدې حال کې حکومت وايي د پي ټي ایم پلان شوې درې ورځنۍ جرګې ته به چې نن یې لومړنۍ ورځ ده، اجازه ورنکړي. د چهارشنبې په ورځ ددغې جرګې د جوړېدو ځای ته څېرمه د پي ټي ایم د ملاتړو او پولیسو ترمنځ په اخ او ډب کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.