د پاکستان پوځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید نیولی

د پاکستان پوځ وايي فیض حمید له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوی دی.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) خبر ورکړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) رئیس متقاعد جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

حمید د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې استعفا وکړه. د پاکستان د سترې محکمې د اسنادو له مخې، هغه له خپل واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې او د یو ساختماني شرکت پر دفترونو باندې په چاپو وهلو تورن شوی دی.

محکمې دغه ساختماني شرکت ته امر کړی و چې خپل شکایت د دفاع وزارت ته وړاندې کړي.

د پوځ د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د پاکستان د سترې محکمې له حکم سره سم، د پاکستان پوځ یوه مفصله تحقیقاتي محاکمه پیل کړه. په نتیجه کې، د ډګر جنرال فیض حمید په خلاف مناسب انضباطي ګام پورته شو."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پوځي محکمې له مخې فیض حمید د پوځ له لورې توقیف شوی دی. خبرپاڼې زیاته کړې چې هغه له تقاعد کېدو راهیسې د پاکستان د اردو له قانون څخه "ګڼې سرغړونې" کړي دي.

د شنونکو په باور، پوځ په پاکستان کې تر ټولو ځواکمنه اداره ده او د هر ملکي حکومت واک ته د رسېدو او نسکورېدو تر شا لاس لري.

شنونکي وايي فیض حمید د عمران خان سخت ملاتړی و. عمران خان د پوځ د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له واک څخه لیرې شو.

د فیض حمید په اړه باور کېده چې ښايي د پوځ د لوی درستیز څوکۍ ونیسي خو هغه د عمران خان د واک له ختمېدو څو میاشتې وروسته له وخت وړاندې تقاعد وکړ.

عمران خان د پوځ په وړاندې د نارضایتۍ کمپاین پیل کړ او د ۲۰۲۳ په می کې د فساد په تور د هغه نیول کیدو په ټول هیواد کې لاریونونه رامنځته کړل چې په تاوتریخوالي بدل شول او د پوځي ادارې په خلاف یې بې ساری قهر وپاروه.

له هغه وروسته په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند په خلاف اقدامات وشول. که څه هم دغه ګوند د فبرورۍ په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و خو د خان پلویانو، چې په خپلواک ډول یې په ټاکنو کې برخه واخیسته، په پارلمان کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټلې.

خو د ګوندونو یو اتحاد چې د شنونکو په باور د پوځ ملاتړ لري، د تحریک انصاف له خوا د حکومت جوړولو مخه ونیوله.