د عمران خان ګوند ته په انتخاباتو کې د بیټ نښان نه ورکول کیږي

د پاکستان سترې محکمې یکشنبه جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هغه پریکړه تائید کړه چې له مخې یې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند کاندیدان د فبروري میاشتې اتمې نیټې انتخاباتو کې د بیټ څخه د انتخاباتي نښان په توګه کار نشي اخیستی.

د عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د سترې محکمې دا پریکړه غندلې او وایي د دې لپاره شوې چې دا ګوند ونشي کړی د راتلونکې میاشتې په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپلمنځي انتخاباتو کې د ګډوډیو له کبله یې دې ګوند ته د نښان په توګه د بیټ نه ورکولو پریکړه کړې وه چې دې ګوند وروسته سترې محکمې ته عریضه وکړله.

خو سترې محکمې د شنبې په ورځ پخپله حکم کې د انتخاباتو د کمیسیون پریکړه تائید کړه.

د محکمې حکم صادریدو څخه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوې اعلامیې کې وویل ، "پي ټي آی د یو ګوند په توګه انتخاباتو ته نشي تلی چې ټاکل شوې د همدې کال د فبروري میاشتې په اتمې نیټې وشي. دا د هغو میلونونو رایې ورکوونکو لپاره تر ټولو ناوړه پریکړه ده چې تر ټولو ډیر ولسي محبوبیت لري. دا د دیموکراسۍ لپاره د غم ورځ ده".

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ حکومت ویلي چې د انتخاباتو کمیسیون دې پریکړه حکومت پورې تړاو نلري او په پرله پسې توګه یې ویلي چې نه غواړي د دې ادارې په هکله چې اساسي قانون ورته خپلواکي ورکړې، وغږیږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند همدارنګه ویلي چې کاندیدان به یې په انتخاباتو کې د بیټ نښان پرته د خپلواکو کاندیدانو په توګه برخه واخلي او هر یو به یې خپل سمبولونه ولري.

خو د انتخاباتو څارونکي بیا وایي چې دا کار ښایي رایې ورکوونکي معشوش کړي او ګټه به یې د دې ګوند سیالو کاندیدانو ته ورسیږي.

په عین حال کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د تخنیکي شرایطو له مخې له انتخاباتو د یو ستر سیاسي ګوند ایستل دیموکراسۍ ته زیان رسوي.

دې کمیسیون د سترې محکمې د حکم څخه وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي، "پدې پریکړې سره د ۲۰۲۴ کال عمومي انتخاباتو شفافیت ښایي لا ډیر جنجالي شي".

د جبران ناصر په نامه د بشري حقونو مدافع او په انتخاباتو کې خپلواک کاندید بیا ویلي د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندیدان چې پدې انتخاباتو کې بریالي کیږي، د خطر سره به مخ وي او ښایي د نورو ګوندونو سره یو ځای کیدو او شخصي ګټو په خاطر به د دولت لخوا د فشار او رشوت اخیستو ته اړ ایستل شي.

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان د تیر کال اګست په میاشت کې د رشوت خورۍ په یوې قضیې کې په دریو کالونو بند تیرولو محکوم شو او د پنځو کالونو پورې د دولتي مقام لرلو څخه منع شو.

د دې ګوند ګڼ شمیر جګپوړي غړي یا بندیان دي او یا د بندي کیدو له ویرې پټ شویدي.

د انتخاباتو په هکله په نظر پوښتنو کې څرګندیږي چې د تحریک انصاف ګوند لا هم په پاکستان کې تر ټولو محبوب او عمران خان تر ټولو مشهور سیاستوال دی.

په عمران خان د رشوت خورۍ تر څنګ د قتل او دولتي محرمو معلوماتو افشا کولو تورونه هم پورې شوي خو دی خپل ځان بې ګناه بولي او ادعا کوي چې د خپلواکۍ پالیسۍ پر مخ وړلو په خاطر د پوځ لخوا سزا ورکول کیږي.

داسې شک دی چې پخواني صدراعظم نواز شریف چې تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په لندن کې د جلا وطنۍ څخه هیواد ته ستون شو، د پوځ ملاتړ یې تر لاسه کړی او له همدې کبله د رشوت خورۍ او فساد په ټولو قضیو کې پاک اعلان شو.