په ډیورند پوله د کټارو لگول تر یو کال پورې بشپړیږي

د ډیورند سرحدي پوله

د پاکستان پوځ ویلي چې د افغانستان سره ددې هیواد د ٢٦١١ کیلومتره اوږد سرحد د کټارو لگولو کار د ٢٠١٩ کال تر دسمبر پورې یشپړیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د شنبې په ورځ (دسمبر ١۴) په خپل ټویټر باندې د کتارو د لگولو د کار یوه ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې ددغه کټارو لگول د افغانستان او پاکستان د سوله خوښوونکو خلکو په گټه دي او دا کار د ترهگرو د تگ راتگ مخه نیسي.

ښاغلي غفور لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په سرحد د کټارو او د څارنې پوستو د جوړولو کار روان دی. د ٢٦١١ کیلومتره اوږدې پولې د ٨۴٣ سرحدي پوستو له جملې نه ٢٣٣ جوړې شوې دي او په ١٢٠٠ کیلومتره سرحدي سیمې چې لومړیتوب گڼل کیږي، د ٨٠٢ کیلومترو کټارو کار بشپړ شوی دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم ویلي چې د کټارو د لگولو هدف د ترهگرۍ او د نشي توکو د قاچاق مخه نیول دي.

خو د پاکستان د ادعا برخلاف چې پر ډیورند کرښه د کټارو لگول د ترهگرو د تگ راتگ د مخنیوي لپاره گټور بولي افغان مقامات دغه کار بې گټې بولي او وایي چې پاکستان ښایي د سرحدي کټارو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهگرو پټنځایونه له منځه یوسي.

د پاکستان له لورې پر ډیورند کرښه د کټارو د کار له پیل راهیسې د افغانستان حکومت څو ځلې پر دې کار انتقاد کړی او افغان مقاماتو ویلي چې دغه ډول کټارې لگول د پولې په اوږدو کې پرتې قبیلې او کورنۍ سره جلا کوي.

د پاکستان له لورې په سرحد باندې څنگ په څنگ د دوه فلزي کټارو د لگولو کار په غرنیو لېرې پرتو سیمو کې د ٢٠١٧ کال په پای کې پیل شوي دي.

ددغو کټارو لوړوالی چې اغیزي لرونکی سیم په کې کارول شوی د افغانستان خواته څلور متره او د پاکستان خواته ۳،۳ متره لوړ دی.