اسلام اباد: طالبان دې د پاکستان پرخلاف د افغانستان خاورې نه کارولو ژمنې عملي کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د پاکستان په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالولو په اړه دې خپلې ژمنې عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوچ د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۳ ( چنګاښ ۲۲) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې اسلام اباد په ډیر څرګند ډول ویلي، چې د پاکستان پر خلاف د تروریستي فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې نه استعمالول د طالبانو د حکومت چارواکو پورې تړاو لري.

میرمن بلوچ وویل: "دا د هغوی مسولیت دی او هغوی د مۍ په میاشت کې اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزې غونډې په ګډون په مختلفو فرصتونو کې دا مسولیت منلی دی. هغوی [طالبانو] پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په خلاف په مخامخ ډول د تروریستي فعالیتونو لپاره استعمال نشي. مونږ له هغوی تمه لرو، چې خپلې ژمنې عملي کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سرحد په غاړه کې د کرمې ایجنسۍ په سیمه باندې د افغانستان له خاورې د توغنیدیو د بریدنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د پاکستان د قانون پلي کوونکي ادارې ددې بریدونکو د څرنګوالي په اړه کارکوي. خو میرمن بلوچ ټینګار وکړ، چې دا وضعیت "ډیر د اندیښنې وړ" دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې پاکستان په ټولو برخو کې د همکارۍ او د اسلام اباد د اندیښنو په ځانګړي ډول د افغانستان څخه د را ولاړیدونکو تروریستي ګواښونو په ګډون د طالبانو له حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت د کرمې ایجنسۍ په سیمه کې وروستیو نښتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوچ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي اصف دراني امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو د حکومت هغه هڅې ستایلي، چې د سرحد په دواړو خواوو کې د وسله والو د فعالیتونو په هکله د دې هیواد اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره یې کړیدي.

ښاغلي دراني د تحریک طالبان پاکستان ډله د پاکستان لپاره یوه جدي موضوع وبلله او ویې ویل، چې د طالبانو حکومت د دې ډلې د "منزوي کولو" بهیر پیل کړی خو زیاته یې کړه، لا وختي دی چې ددې اقداماتو په نتیجې خبرې وکړي.

د آصف دراني اشاره د طالبانو د حکومت هغه اقدام ته وه، چې څه موده وړاندې یې اعلان کړی و، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي د سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته لیږدوي.

ښاغلي دراني په مرکې کې ومنله چې د طالبانو حکومت دا اقدامات کړي او زیاته یې کړه، چې وبه ګوري څه ډول نتیجه ورکوي.

هغه وویل، "د افغانستان حکومت (طالبانو) دا اقدام کړی چې اوس په ابتدائي پړاو کې دی. لا وختي ده چې په هکله یې تبصره وشي خو که چیرته د ټي ټي پي غړي په واقعیت کې نورو سیمو ته ولیږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او مونږ به یې هرکلی وکړو".

د پاکستان دې جګپوړي چارواکي په مرکې کې وویل چې د طالبانو په غوښتنې یې د ټي ټي پي د مشرانو سره خبرې پیل کړلې تر څو قناعت ورکړل شي چې د تشدد څخه لاس واخلي خو زیاتوي چې دا خبرې تیر کال پدې خاطر بې نتیجې شوې چې دې وسله والو "غیر منطقي" غوښتنې درلودې.

دراني زیاته کړه چې د پاکستان د حکومت لپاره د خبرو لار نوره نده پاتې او "یوازینۍ لار دا ده چې دا وسله وال تسلیم شي او د قانون سره مخ شي".

سره لدې چې په کابل کې د طالبانو حکومت پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته خو د پاکستان ځانګړي استازي په مرکې کې وویل چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ځیني غړي هم په افغانستان کې فعال دي او زیاته یې کړه چې پاکستان او چین د طالبانو څخه هیله لري چې د دې ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

چین تیره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي و چې ترهګري لا هم په افغانستان کې یوه غټه ستونزه ده او د هغو ډلو په خلاف یې د طالبانو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه چې ګمان کیږي پدې هیواد کې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي پخپلو خبرو کې ویلي و، "د داعش- خراسان، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ترهګر ځواکونه د یو بل سره همکاري کوي چې ددې هیواد او سیمې امنیت د خطر سره مخ کړي".

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه خبرې بې اساسه وبللې چې ویلي یې و، اسلام اباد او دوشنبه د افغانستان له اړخه د ورته امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خواجه اصف دا څرګندونې له پاکستان څخه د تاجیکستان د دفاع د وزیر شیرعلي میرزو په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال کړې وې.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د خواجه اصف څرګندونې بې اساسه وبللې او زیاته یې کړه چې "په کار نه دي دغسې بې ځایه او د اسنادو پرته اندیښنې مطرح شي".

تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه وړاندې چې طالبان افغانستان ونیسي، د رپوټونو له مخې ټي ټي پي په پاکستان کې طالبانو ته پنا ورکړې وه او د جګړې لپاره به یې ورته وسله وال هم استخدام کول.