اسلام آباد له پاکستاني طالبانو سره د اوربند لپاره کابل ته هیئت استولی- چارواکي

د پاکستان دوو امنیتي چارواکو ویلي دي چې د پاکستان حکومت د چهار شنبې په ورځ جون لومړۍ (غبرګولي ۱۱) کابل ته د قبایلي مشرانو یو ۵۰ کسیز هئیت لیږلی څو له پاکستاني‌ طالبانو سره د اوربند په غځیدو چې روانه اوونۍ پای ته ورسید، خبري وکړي.

د پاکستان د حکومت او پاکستاني‌ طالبانو ترمنځ خبري‌ چې څه موده مخکې ترسره او د دواړو لورو ترمنځ د اوربند لامل هم شوې، د افغان طالبانو په منځګړیتوب وشوې.

د پاکستاني طالبانو دوو جګپوړو غړو چې د خبرو له جریان څخه خبر دي، کابل ته د یو ۵۰ کسیز ټیم د راتلو پخلی کړی دی.

هغوی اسوشیټد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د اوربند غځیدل د پاکستان د حکومت له ‌"مثبت ځواب" سره ارتباط لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت او په افغانستان کې طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي.

پاکستاني طالبان چې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان په نوم هم یادیږي، یو جلا ګروپ دی خو له افغان طالبانو سره نږدې روابط لري.

پاکستاني طالبانو په تیرو ۱۴ کلونو کې په پاکستان کې د یو شمیر بریدونو په ترسره کیدو کې لاس لري او د ډیرې مودې راهیسې یې په هغه هیواد کې د سختو اسلامي قوانینو د عملي کیدو، د حکومت له قید څخه د خپلو غړو د خوشي کیدو او په قبایلي سیمو کې یې د پاکستاني پوځیانو د حضور د کمیدو لپاره مبارزه کړې ده.

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ وروستی اوربند د سه شنبې په ورځ پای ته ورسید. د دواړو لورو ترمنځ ورته بل اوربند د تیر کال په نومبر میاشت کې د افغان طالبانو له مرسته ترلاسه شو او یوه میاشت یې دوام وکړ.

خو دغه اوربندونه ددې لامل نشول چې د سولې د یو قرار داد لپاره لار هواره کړي. دواړو لورو په کابل کې ددغو خبرو او د اوربند د غځیدو د چانس په اړه څه ندي ویلي.

پاکستان د ټي ټي پي د انحلال، د هغې ډلې له خوا د پاکستان د اساسي قانون د منل کیدو او له داعش او نورو سني تندلارو ډلو سره چې په افغانستان او پاکستان کې هم فعالیت لري، د روابطو د بندیدو غوښتنه کوي.