پاکستان د کونړ څلور ولسوالۍ په توغندیو ویشتلي

د کونړ پر څلورو ولسوالیو د ډیورنډ کرښې له اپلو پاکستانۍ غاړې نه د توغندیو ویشتل بیا پیل شوي او د چارواکو وینا ده چې له پرون راهیسې لږ تر لږه ۱۸۴مرمۍ د دانګام، شیګل، شلطن او اسمار ولسوالیو پر غرنیو منطقو لږېدلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي په ویشتل شویو مرمیو کې یوه یې پر یوه کاله لګېدلې چې یو سړی یې زخمی کړی دی.

نوموړي وویل:" په دغو مرمیو کې هاوان غرنی، توپ سر سحرا یا لرې واټن ویشتونکي توپونه او مزایل شامل دي".

نوموړی وايي دغو بریدونو مالي زیانونه اړولي، خو دقیق مالومات یې لا نه دي شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي له تېرې شپې را په دې خوا یې د کورنو څنګونو ته مرمۍ لګېږي او ولسي خلک مجبوره شوي چې خپلې کډې وتړي.

د دانګام ولسوالۍ د سره کمر یو اوسېدونکی رحمت عالم امریکا غږ ته وویل:" پرون دوه بجې مرمۍ راشروع شوې بیا لږ ساعت ودرېدې او مازیګر بیا شروع شوې، د شپې بندې وې او سهار نهه بجې پیل شروع شوي او اوس هم روانې دي، یو کس پکې زخمي شوی ښکته یې دروړی دی یا به مړي وي او یا به ژوندی پاتې وي".

دوی وايي پاکستاني پوځیانو په صفري کرښه کې تازه خوځښتونه هم شروع کړي او په دې پلو کې یې د یوې لوړې څوکې د لاندې کولو نیت کړی دی.

دا بریدونه وروسته له هغې پېلېږي چې تېره ورځ په پلازمېنه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې پر تړاو افغان څېړونکو او حقوق پوهانو دغه کرښه د منلو وړ نه بلله او ویې ویل داسې کوم سند نشته چې وښيي د ډیورنډ کرښه دی د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد وپېژندل شي.

بل پلو د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم او کټارو د لګولو لړۍ هم تونده ساتلې ده.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې هغې غاړې حکومت د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې هم د غزن سیم د لګولو په نیت ځينې تعمیراتي مواد لېږدولي دي.

نوموړی وايي:" ناړۍ ولسوالۍ کې صفري کرښه کې پاکستانیو تاڼو ته د کټارو لګولو مواد رواړل شوي دي".

هغه زیاتوي چې که د پاکستان حکومت دغلته د اغزن سیم یا کټارو د لګولو کار شروع کړي نو سیمه ییز ولسي خلک به یې پر مخالفت ودرېږي.