پاکستان دې د ترهگرو په لست کې ورګډ شي- کانگرس غړي

د امریکا د کانگرس یو شمیر غړي وايي د پاکستان نوم دې د ترهگرو د ملاتړ کونکو هیوادونو په نړیوال نوملړ کې ورګډ شي.

د سه شنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په یوې غونډې کې گډونوالو په پاکستان د ترهگرو د ملاتړ، په خپل ملک کې دننه د پښتنو ، بلوڅانو او سندیانو په ضد د اقداماتو، د محاکمو پرته د وژنو او د گاونډی ملکونو په هکله د تشدد په تګلارو سختې نیوکې وکړې.

د کانګرس یوه غړي ټیډ یوهو د دغې غونډې په پېل کې په خپله وینا کې وویل چې پکار ده چې د پاکستان په مسله دا ډول غونډه ډیره پخوا شوې وی.

ښاغلي یوهو د خپلو خبرو په سر کې وویل چې مونږ له دا نده هیرول پکار چې اسامه بن لادن په پاکستان کې پټ شوی و او تراوسه پورې شکیل افریدي چې د اسامه په تعقیبولو کې یې زمونږ سره مرسته کړي وه، پاکستان په بند کې ساتلی دی.

هغه د چین او د پاکستان د ملگرتیا په هکله اندیښنه څرگنده کړه چې گوندې چین غواړي په راتلونکي کې په گوادر کې پوځي اډه ولري.

دغې غونډې ته یو بل وینا کونکي د کانگرس غړي شیرمن وویل چې د دې غونډې هدف دا دی چې مونږ پاکستان ته نظر وکړو چې په دغه هېواد کې دننه څه روان دي.

هغه وویل چې د پاکستان اقتصاد په ښه کیدو دی خو له بلې خوا د پاکستان د سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو کنټرول د پاکستان د پوځ په لاس کې دی. په پاکستان کې پوځ د حکومت نه زیات قدرتمن دی. هغه وویل "په زرگونو پاکستانیان په دی جگړو کې وژل شویدي، د پاکستان پوځ بیاهم مثبته رول نه لوبوي خو ترهگرو ملاتړ کوي. دغه ترهگر په افغانستان او هند کې حملې وکړي."

په پاکستان کې په سلگونو کسه لادرکه شویدي او په خاصه توگه د سند او د بلوچستان په ایالت کې په لسگونو کسه لادره شویدي. هغه وویل چې د یو سندي ملت پاله فعال ډاکټر انور لغاري په هکله یې چې د سند په ایالت کې په ظالمانه توگه ووژل شو، د امریکا د بهرنوچارو وزارت ته یې ولیکل چې پرته د محاکمو د قتلونو تحقیقات دې وکړي.

گډونکونکو په پاکستان لدې کبله هم سخت انتقادونه وکړل چې د امریکا نه یې په ملیاردو ډالره مرستې ترلاسه کړیدي.

د غونډې یو بل گډونوال سیټ جونز چې په واشنگټن کې د ستراتیژکو نړیوالو اړیکو په تحقیقاتي مرکز کې کارپوه دی، وویل چې په پاکستان کې د تیرو څو کلونو راهیسې امنیتي وضع ښه شویده، په ځانمرگه بریدنو کې ډیر کمښت راغلی دی خو له بلې خوا په افغانستان کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل چې پاکستان د افغانستان په مسلې کې مهم ملاتړې دی خو زیاته یې کړه "امریکا په افغانستان کې د طالبانو او د حقاني شبکې سره جنگیږي خو هغوي په پاکستان کې ناست دي او بیخي د منلو وړ نده."

ښاغلي جونز وویل چې پاکستان د هغو عملیاتو لپاره چې وایي د ترهگرو په ضد یې کړیدي، د امریکا نه مالي مرستې ترلاسه کوي.

عقیل شاه چې د اوکلاهوما په پوهنتون کې پروفیسر دی، هم په دغه غونډه کې وینا وکړه. هغه هم د پوځ په رول سخت انتقاد وکړ.

هغه وویل چې پوځ حتی د پاکستان پخوانې صدراعظم نوازشریف د محکمې د لارې د دندې نه لیرې کړ. هغه وویل چې د پاکستان پوځ دغه کارونه د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې لاسوهنې ته ادامه ورکړي او په هند هم لاسبرې ولري.

عقیل شاه په امریکا هم انتقاد وکړ چې هغوي مدام د پاکستان د پوځ سره ښې اړیکې لرلي دي. هغه زیاته کړه چې امریکا ته پکار ده چې د پاکستان د پوځ پر ځای د سیاستمدارانو سره اړیکې قوي کړي ځکه چې هغوي د هند او افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

د امریکا د کانگرس د بهرنو چارو د کمیټې دا غونډه چې د پاکستان په مسله شویده، ښېي په پاکستان فشار راولي. امریکا د پاکستان نه په پرله پسې غواړي چې په خپل ملک کې د مېشتو ترهگرو په ضد عملیات وکړي او نور یې ملاتړ نه کوي. پاکستان په پرله پسې توگه دغه تورونه رد کړیدي.