پاکستان کې د کرونا وبا پراخیدل; ښوونځي بیا وتړل شول

په پاکستان کې د کروناویروس د پیښو په زیاتیدو سره ددې هیواد حکومت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶) اعلان وکړ چې دولتي او خصوصي ښوونځي او د لوړو زده کړو مرکزونه د دسمبر د میاشتې تر ۲۴ پورې وتړل شول او ازموینې وځنډول شوې.

د پاکستان د پوهنې وزیر شفقت محمود، وویل: "ټولې هڅې به وشي چې زده کوونکي او محصلین د لرې څخه د خپلو کورونو نه زده کړو ته دوام ورکړي...که وضعیت ښه شو د زده کړو مرکزونه به د جنورۍ په ۱۱ بیا پرانستل شي."

په پاکستان کې ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې د دسمبر له ۲۴ نه د جنورۍ تر ۱۱ پورې د ژمي رخصتیو په وجه بند وي.

پاکستاني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ په ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۳۰۶ نویو پیښو د ٍثبت کیدو او د کرونا وبا په وجه د ۴۰ تنو د مړه کیدو خبر ورکړ.

تر اوسه په پاکستان کې په مجموعي توګه څه دپاسه ۳۸۶ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۷۸۴۳ تنه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کروناویروس د وبا په اوج کې د ازمایل شویو پیښو ۲۳ فیصده یې مثبتې وې خو د محدودیتونو وضع کول ددې سبب شول چې د سپتمبر په میاشت دغه کچه شاوخوا ۱.۷ فیصدو ته راټیټه شي.

په وروستیو میاشتو کې د محدودیتونو د لرې کولو وروسته، تیره اونۍ یو ځل بیا د کروناویروس ازموینې څه دپاسه ۷.۴ فیصده مثبتې شوې.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې ۱۹ فیصده نوي اخته شويو کسانو کې مسولین، زده کوونکي، او د لوړو زده کړو د موسسو محصلین شامل دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ په هغه غونډه کې چې د اقتصاد د نړیوالې مجمعې له خوا جوړه شوی وه په پاکستان کې د کروناویروس د پیښو په زیاتیدو اندیښنه وښودله. هغه وویل: "نه پوهیږو چې په راروان ژمي کې به وضعیت څنګه وي، پدې وجه اوس لږه اندیښنه شته، ځکه نوې پیښې پدې ورځو کې په چټکه زیاتیږي."

د پاکستان صدر اعظم وویل چې اوس یواځې فعالیتونه او غیر ضروري تاسیسات تړل شوي دي او ټولنې به بندې شي چې په وینا یې د پاکستان اقتصاد ته تاوان ونه رسیږي.

د مارچ او سپتمبر د میاشتو ترمنځ هم په پاکستان کې ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې تړل شوي وو چې د کروناویروس د پراخیدو مخنیوی وشي. هغه وخت د دولتي ښوونځیو زده کوونکو خپل درسونه د هغو درسي خونو له لارې پرمخ بیول چې په تلویزیونونو کې پیل شوي وو.