طالبانو پاکستان ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي سره په کتنه کې هغه ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په یو لړ مسلو د خبرو لپاره په یو درې ورځیني سفر کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې د ورځې ناوخته جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي دغه پاکستاني چارواکي ته ویلي چې د سیمې امنیت د ټولو په ګټه دی.

ښاغلي متقي ویلي: "د سیمې امنیت د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به همکاري سره کوو."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د ښاغلي دراني له قوله ویل شوي، چې هغه هم امیرخان متقي ته د پاکستان له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې د پاکستان د ځانګړي استازي له قوله ویل شوي: "حاضر یو چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو پاته کار ته به جدی توجه وکړو چي شروع یې کړو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره تسهیلات رامنځ ته شي."

همداشان اصف دراني په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو ستونزو د هوارولو ژمنه هم کړې ده.

د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې د پاکستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي.

په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې امنیتي ځواکونه دي. په تازه پېښې کې د جولای په ۱۲ د بلوچستان ایالات د ژوب په سیمه کې په یو برید کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي و.

د اکثرو دغو بریدونو مسئولیت د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټيپي" ډلې په غاړه اخیستی دی.

په ژوب کې د ۱۲ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو وروسته د پاکستان پوځ د طالبانو له چارواکو د "ترویستانو" د فعالیتونو، د مهارولو غوښتنه کړې وه، چې د سرحد څخه په تیریدو په دغه هیواد کې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ د جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په یو بیان کې ویلي: "دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا به موثر ځواب ورکړل شي".

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي: "پاکستان کې په تروریستي اقداماتو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي".

پاکستاني چارواکي وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې دا ښيي، چې د افغانستان د طالبانو وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره یوځای شوي دي.

په دې بیان کې ویل شوي: "د پاکستان وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه ژوره اندیښنه لري".

د طالبانو حکومت دا خبره نه مني او ټېنګار کوي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.