د پاکستان پوځ ١١ طالبان اعداموي

پوځي محکمې دغه ١١ تنه په ترهگرۍ، تښتونو، پر ملکي وگړو، پولیسو او پوځیانو باندې په بریدونو محکوم کړي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د ١١ طالبانو د اعدام سزا لاس لیک کړه چې د پوځي محکمې له لورې په ترهگرۍ، تښتونو، پر ملکي وگړو، پولیسو او پوځیانو باندې په بریدونو محکوم شوي وو.

دغه ١١ تنه طالبان وروسته له هغې د پوځي محکمې له لورې د بندو دروازو تر شا محاکمه شول چې دغې هیواد په ٢٠١۴ کې د پیښور پر یو ښوونځي باندې د مرگوني برید وروسته د مرگ د سزا د بندولو په اړه د ٢٠٠٨ کال قانوني پریکړه فسخه کړه.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې جنرال راحیل شریف په مرګ د محکومو شویو طالبانو د اعدامولو پریکړه لاس لیک کړه. خو دا سمدستي نه ده روښانه شوې چې دغه اعدامونه به څه وخت ترسره شي. محکمومین د استیناف د غوښتنې حق لري.

د څلورو محکومینو نومونه په ډاګه شوي - مولوي دلبر خان، حمیدالله، محمد نبي او رحمت الله نومونه – او ویل شوي چې په ٢٠١٣ کې د پولیسو د یو قوماندان او دوو لوړپوړو پوځیانو په وژلو یې اعتراف کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا رسنیو ته ویلي دي چې تر اوسه په پاکستان کې شاوخوا ٢٠٧ تنه طالبان په پوځي محکمو کې محاکمه شوي دي او د ٨٨ تنو محکومیت اعلان شوی دی.

په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان د خپلو محلي او نړیوالو اسلامي سخت دریځو په ملتیا د یوې لسیزې راهسې د دولت پر ضد په جگړه بوخت دي او په لسگونو زره خلک یې وژلي دي، د بشري حقونو ډلو د پوځي محکمو د جریان په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. ددغو محکمو جریان ته رسنۍ او عام خلک لاس رسی نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان په ٢٠١٥ کال کې د ٣٢٦ تنو په اعدامولو سره د چین او ایران وروسته د هغو هیوادونو د ډلې په دریمه درجه کې راغلی دی چې د اعدام حکومونه یې پلي کړي دي.

رپوټ: اسوشیتدپرس
ژباړه: عارف عثمانزوی