پاکستاني طالبانو په بلوچستان کې څلور پولیس وژلي- مقامات 

تصویر: ارشیف

په پاکستان کې مقامات وايي چې د یکشنبې په ورځ جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۱) د بلوچستان په ایالت کې د وسله والو په یو برید کې د دغه هېواد څلور امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

چارواکي وایي چې پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د چارواکو په خبره څه باندې لسو وسله والو په ژوب کې د پولیسو او نیمه پوځي ځواک د تالاشۍ په یوې پوستې برید کړی چې دوه ساعتونه روان و.

د ژوب کمېشنر سعید عمراني وویل: «په دغه برید کې څلور امنیتي منسوبین، چې درې یې پولیس دي او یو یې د سرحدي قول اردو افسر دی، وژل شوي دي. یو بریدګر هم وژل شوی او هویت یې لا معلوم نه ده.»

عمراني وویل چې په دغه برید کې لږ تر لږه درې تنه نور ژوبل دي.

پاکستاني طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې برید دوی کړی شوي هم دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې مقامات وايي چې د پاکستاني طالبانو بریدونه په هغه هېواد کې زیات شوي دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او اکثریت بریدونه له هماغه ځای څخه تنظیموي، خو طالب مقامات دا ادعا ردوي.

د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشو چې بیا وروسته مات شو او طالبانو د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو د بیا پیل کېدو اعلان وکړ.