په پاکستان کې ترهګرې ډلې پیسې له کومه کوي؟

د پاکستان د حکومت یو تازه راپور چې مطبوعاتو ته په لاس ورغلی دا پکې ثابته شوې چې په هغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د پاره د پیسو او مالي امکاناتو د پیدا کولو تر ټولو غوره او مهمې لارې قاچاق، د خلکو تښتونه او په زور د خلکو نه د پیسو اخیستنه ده.‌

د پاکستان د مالي چارو د څار ادارې دغه راپور چې "په ۲۰۱۷ کال کې د تروریزم مالي چارې او د پیسو وینځلو د ملي خطر ارزونې " تر عنوان لاندې خپور کړی تر ډیره حده دیته پام کړی چې په پاکستان کې تروریستي ډلې څنګه پیسې او نور مالي امکانات په غیرې قانوني لارو چارو پیدا کوي.‌

دغه راپور چې ۴۵ پاڼې دی، ښیي چې د تروریستي ډلو د پاره د عاید تر ټولو مهمې سرچینې د مخدره موادو د قاچاق، د پیسو د پاره د خلکو تښتونې، د شرکتونو او کاروبي خلکو نه په زور پیسې اخیستنې او موټرو د تښتونې په لاس ورځ.

په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې د دوو سوو نه ډیر محلي او نړیوال تروریستي سازمانونه شته چې هر کال په ملیاردو پاکستانۍ کلدارې په همدې غیرې قانوني لارو چارو پیدا کوي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په پاکستان کې اکثره ترویستي ډلې پیسې د حوالې د لارې اخلي.‌

د راپور په یوې بلې برخې کې ویل شوي چې ځیني تروریستي ډلې هغه نظامي تجهیزات پټوي چې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ته وړل کیږي.‌ هغوي دغه سامانونه په تور بازار کې خرڅوي او په همدې پیسو د خپلو فعالیتونو لپاره امکانات اخلي.‌

د پاکستان حکومت د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره چندانې د پام وړ اقدامات ندي کړي او په همدې خاطر یې نړیواله ټولنه هم ملامتوي. د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تیر کال پخپل یو راپور کې ویلي و چې په پاکستان کې سخت دریزه او ترویستي ډلې پیسې او مالي امکانات د چندو او غیرې قانوني کاروبار د لارې پیدا کوي.‌


په اسلام آباد کې د مالي چارو کارپوه فدا حسین وایي چې د ترویستي ډلو د مالي امکاناتو مخنیوي د "ترهګرۍ سره د مبارزې په چوکاټ کې ندی شامل" ښاغلی حسین وایي په کار وه چې چارواکو دا مبارزه جدي او مهمه ګڼلې وه خو هغوي پدې برخې کې بې پروا دي.