پاکستان پر افغانستان غونډې ته د امریکا، روسي‌ او چین استازي بللي

د ګډونوالو هېوادونو بیرغونه

پاکستاني‌ چارواکي وايي‌ چې د راروانې پنجشنې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د افغانستان د وضعیت په اړه اسلام اباد کې د «ترویکاپلس» غونډه کوي.

د پاکستان په حکومت کې رسمي‌ سرچېنو امریکا غږ ته تائید کړې ده چې په دغې غونډې کې به د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او چین ځانګړي استازي ګډون کوي.

وايي د پاکستان حکومت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته هم رسمي بلنه ورکړې ده او هغه به هم په غونډه کې حاضر وي.

امریکايي چارواکو لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې،‌ خو د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست تېره ورځ ویلي وو چې پر افغانستان د خبرو لپاره به پاکستان او هند ته سفرونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي‌ چې د چهارشنبې په ورځ به یې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته ځي.

ځينو پاکستاني‌ رسنیو ویلي‌ چې دا سفر پاکستان حکومت په بلنه کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «هیئت به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د سهولتونو په زیاتوالي خبري کوي...»

نوموړي نه دي ویلي چې ښاغلی متقي به د «ترویکا» په دغه غونډه کې حاضر وي که نه.

د اګست په ۱۵نېټه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پاکستان ته ځي.

د طالبانو دحکومت مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل چې طالبان د ټولو هغو غونډو هرکلی کويچې په کې د هغوی د حکومت «د رسمیت پیژندلو»لپاره غږ پورته کیږي.لا معلومه نه ده چې د «توریکا» په غونډه کې مشخصآ په کومو مسائيلو بحث کیږي.

په افغانستان کې د چارو ځینې کارپوهان د اسلام اباد د غونډې پایلو ته ډیر خوشبین نه ښکاري. د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي د دریو اړخېزو غونډو په ځای باید د سیمې د ډېرو هېوادونو ترمنځ‌ غونډې وشي.

ښاغلي مسعود وویل: "زه فکر کوم چې دغه څلور هیوادونه چې د توریکا په ناسته کې یې برخه لرله دا به کافي نه وي او نه کومه خاصه ملموسه نتیجه یې په هغه وخت کې هم نه درلودله. زه امید کوم چې د افغانستان د ثبات او دایمي امنیت په خاطر باندې دوی وکولی شي چې په منطقه کې نور هیوادونه لکه هند، ترکیه او ایران دا ټول په اعتماد کې واخلي ترڅو یو منطقوي اجماع چې په حقیقت کې یوه نړیواله اجماع جوړه نه شي زه فکر نه کوم داسې ناستې به کومه خاصه نتیجه ورکړي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه احمد سعیدي وايي چې که یوازې په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه غونډو ته وکتل شي داسې معلومیږي چې لا هم په سیمه او نړۍ کې د افغانستان په سر کشمکشونه روان دي.

ښاغلي سعیدي وویل چې «متاسفانه افغانستان په دې شرایطو کې قرباني» دی.

طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ونیوه او وروسته یې خپل حکومت اعلان کړ چې تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت پېژندلي‌ نه دي.

په اسلام اباد کې دا درې اړه خیزه غونډه داسې مهال جوړېږي‌ چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه په هند کې هم د افغانستان په وضعیت غونډه جوړه شي.

هندي رسنیو ویلي‌ دي‌‌ چې دغې غونډې ته د چین، روسیې، ایران او منځنۍ اسیا د هیوادونو د ملي‌ امنیت مشاورین او چارواکي بلل شوي دي. خو پاکستان ویلي‌ په دغې غونډې کې ګډون نکوي.