پاکستان: افغانستان کې په روان وضعیت موږ مه ملامتوئ

د پاکستان د صدارت ماڼۍ

په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په پاکستان د بندیز لګولو لپاره پراخ کمپاینونه پیل کړي‌ دي، اسلام اباد وايي چې پاکستان په افغانستان کې د مخ په خرابېدونکي وضعیت مسئول نه دی.

د پاکستان د امنیت د شورا مشاور معید یوسف تور ولګوه چې افغانستان د طالبانو په وروستیو پرمختګونو کې پاکستان ګرم بولي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له تېرو څو ورځو راهېسې افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په پاکستان باندې د بندیزو لګولو کمپاین پیل کړی دی.

د SanctionPakistan# هشټګ کمپاین تر دې دمه په ټویټر او فیسبوک کې تر نیم میلیون زیات کارول شوی دی.

افغانانو په خپلو ټویټرونو او فیسبوک پاڼو سربېره دا هشټګ د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتوني ګوتیروس په ټویټر او فیسبوک پاڼو باندې هم خپور کړی او له هغوی یې غوښتي دي‌ چې په پاکستان باندې د طالبانو دملاتړ له کبله بندیزونه ولګوي.

یو شمېر افغان چارواکي هم په دغه کمپاین کې ور ګډ شوي دي.

افغان حکومت تل پاکستان تورن کړی چې طالبان تمویل او تجهیز کوي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن وايي چې په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه یې د پاکستان د پوځ له مشر جاوید قمر باجوه سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

ښاغلي استن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغو تیلیفوني خبرو کې د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو په ښه والي هم خبرې شوي دي. په دې وروستیو کې ځینو پاکستاني چارواکو شکایت کړی و چې امریکايي چارواکي پر افغانستان د خبرو لپاره له اسلام اباد سره تماس نه نیسي.

تېره اوونۍ رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له خولې لیکلي وو جې امریکا باید پاکستان ته هغه ارزښت قایل شي چې لایق یې دی.

فکر کیږي چې پاکستان د طالبانو په مشرانو باندې نفوذ لري او باید اسلام اباد طالبان د جګړې په ځای د سولې خبرو ته وهڅوي. پاکستاني چارواکي‌ وايي دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

ښاغلي خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې که په زوره حکومت ونیسي،‌ منزوي به شي او نړیوال به یې په رسمیت ونه پېژني.

اخوا طالبانو په لویو ښارونو باندې بریدونو ته زور ورکړی او هڅه کوي چې ځینې ښارونه ونیسي.