پاکستان ټولو غیر قانوني افغان کډوالو ته د وتلو لپاره یو میاشت مهلت ورکړی

پاکستاني چارواکو ویلي پدې پلان کې هغه افغانان ندي شامل چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو اسناد لري

د پاکستان حکومت ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دا پلان سه شنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) د کابینې لوړې کچې یوې غونډې کې منظور کړ چې نظامي او ملکي چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د دې غونډې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې هیواد کې کډوال چې په غیر قانوني توګه ژوند کوي د نومبر تر لومړۍ نیټې باید پخپلې خوښې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

وزیر همدرانګه وویل که دا کډوال تر ټاکلې نیټې د پاکستان څخه ونه اوځي، "زمونږ د دولت ټولې د قانون تطبیق ادارې به د هغوي د شړلو لپاره چټک عملیات پیل کړي".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا ونه ویل چې پدې هیواد کې څومره او د کومو هیوادونو کډوال میشت دي چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري، خو داسې اټکل کیږي چې هلته څه باندې ۱.۷ ملیون افغانان شته چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري.

پاکستان همدارنګه پریکړه کړې چې د نومبر میاشتې څخه وروسته به افغانان دې هیواد یوازې په پاسپورټ او ویزې وکړی شي چې سفر وکړي.

تر دې وړاندې هغو قبایلو ته چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پراته و، د تګ راتګ لپاره د څو لسیزو راپدیخوا ځانګړي جوازونه ورکول کیدل.

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو پر ضد دا کمپاین پداسې حال کې پیل کیږي چې پدې تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي.

سره لدې چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي دا بریدونه هغه وسله والې ډلې کوي چې په افغانستان کې د پټیدو لپاره خوندي ځایونه لري، خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي هیچا ته په اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خبري کنفرانس کې وویل، "د جنوري میاشتې راهیسې پر مونږ ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي چې ۱۴ یې افغان اتباعو کړي".

سرفراز بګټي پرته لدې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل چې د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې په پوځي تاسیساتو ۱۱ بریدکوونکو کې ۸ یې افغانان وو.

دې پاکستاني چارواکي زیاته کړه: " شواهد لرو چې افغانانو پدې بریدونو کې لاس درلود او مونږ د بهرنیو چارو وزارت د لارې د دې موضوع په هکله په افغانستان کې د طالب چارواکو سره خبرې کوو".

د کورنیو چارو وزیر وویل هغه څه باندې ۱.۴ ملیونه افغانان چې په پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي او ۸۵۰۰۰۰ نور یې چې د افغان سټیزن کارتونه لري، د شړل کیدو پدې پلان کې ندي شامل.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ډلو د غیر قانوني افغانانو د ایستلو په پلان اندیښنه څرګنده کړې. دې ډلو ویلي چې پدې کسانو کې سلګونه زره هغه افغانان هم شامل دي چې د طالبانو واک ته رسیدو څخه وروسته پاکستان ته کډه شوي.

د بښنې نړیوال سازمان د اکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي ډیری افغانان چې د طالبانو څخه په ډار کې ژوند کوي، پاکستان ته تښتیدلي چې ډیر یې په خپلسري توګه نیول شوي هم دي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې دا کډوال د ځوریدنې او شړل کیدو د ګواښ سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو څخه مخکې، پاکستان ویل چې ۲.۷ میلیون افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیون یې ثبت شوي دي او ۸۸۰۰زره نور یې، د کار او غریبۍ لپاره ورغلي افغانان دي. د پاکستاني مقاماتو په خبره، له دې پرته نور ټول یې ناقانونه کډوال دي.