ولې پاکستان د قذافي کرکټ لوبغالي نوم بدلوي؟

د قذافي کرکټ لوبغالی

د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې په لاهور ښار کې د کرکت یو مشهور لوبغالي، معمر القذافي سټیدیوم نوم بدل کړي.

شاوخوا ۵۰ کاله مخکې په دغه میدان باندې د لیبیا د پخواني ولسشمر معمر القذافي نوم کېښودل شوی و.

د پاکستان کرکت بورډ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ اردو څانګې ته دا خبر تائید کړی دی.

په همدې حال کې د دغه هېواد د بورډ مشر رمیز راجا «اس پي‌ان کرک انفو» نړیوال ویبسایټ ته ویلي دي چې د دغه کار علت سیاسي نه، بلکې تجارتي دی.

هغه ویلي دي‌ چې له یو شمېر مالي ملاتړو سره په خبرو اخته وو چې بالاخره یې یو شرکت دا امتیاز وګاټه او غواړي چې د دغه میدان نوم هم بدل کړي.

ښاغلي راجا د دغه شرکت نوم یو ګاو (YouGov) ښودلی دی.

نوموړي ویلي دي چې یوازې د لاهور د قذافي لوبغالی نوم نه بدلوي، بلکې په کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې هم د لوبغالو نومونه بدلېږي.

د اس پي ان د راپور په اساس د لاهور د کرکټ دا لوبغالی په ۱۹۵۹ میلادي کال کې جوړ شوی دی او اصلي نوم یې د لاهور لوبغالی و.

خو په ۱۹۷۴ کې معمر القذافي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د سیاسي ګټو په اړه خبرې وکړې او وویل چې دا د پاکستان حق دی چې اتومي وسله ولري. هغه وخت پاکستان اتوم بمب نه لره.

له دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د هغه وخت صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د لاهور د کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونوموه. البته، په پاکستان کې د سعودي عربستان د پاچا فیصل او ځینو نورو سیاستوالو په نومونو هم ځینې ځایونه شته.

معمر القذافي چې شاوخوا ۴۰ کال د لیبیا مشر و، په ۲۰۱۱ کې په یو پاڅون کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې ځینو ادارو د هغه په نوم د لاهور د دغه لوبغالي د نوم بدلولو غوښتنې وکړې، خو هغه وخت یې انګیزه سیاسي بلل کېده.