مریم نواز: پاکستان کې په رسنیو نا اعلان شوي بندیزونه دي

د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند یوې مرکزي مشرې او د پخواني صدراعظم نواز شریف لور مریم نواز وایي چې په پاکستان کې دا وخت د وینا په ازادۍ د پوځي حکومت نه هم زیات بندیزونه دي

د امریکاغږ اردو څانگې د ارم عباسي سره په یوې ځانگړې مرکې کې مریم نواز وایي چې د اوسني حکومت په وخت کې هر هغه خبریال چې ریښتیا لیکل او ویل غواړي د سختو بندیزونو سره مخامخ دي.

د امریکاغږ د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پښتون تحفظ تحریک په اړه او د سیاسي مخالفینو په اړه په خپرونو د بندیز په اړه هغه خه وایي، مریم نواز وویل:

"د پوځي حکومت په مهال دا ټولو ته معلومه وي چې مدني او اساسي حقونو ټول ځنډیدلي وي خو دا لمړنی ملکي حکومت دی چې د بشري حقونو او د وینا د ازادۍ په حواله سره د تر ټولو بدترین مثال دی."

مریم نواز وویل چې د پاکستان اساسي قانون ولس ته بشري حقوق ورکوي، رسنیو ته ازادي ورکوي خو د هغې په وینا په سیاسي مخالفینو او په هر هغه خبریال چې ریښتیا ویل غواړي، سخت بندیزونو لگول شویدي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې څو ورځې مخکې د دریو مشهورو خبریالانو ټویټر حسابونه وتړل شو او څلور ټلویژونونه هم په موقتي ډول وتړل شول.

د پاکستان حکومت پرله پسې ویلي دي چې هغوي په رسنیو او د وینا په ازادي هیڅ ډول بندیزونه نه دي لگولي.

امریکاغږ د مریم نواز شریف د تورونو په اړه د پاکستان د حکومتي چارواکو سره هم خبرې کوي او د هغوي دریځ به هم په امریکاغږ خپور شي.