قریشي او پمپیو پاکستان ته د امریکا پر پوځي مرستو خبرې کوي

پاکستان وايي امریکا زمونږ د برخې پیسې ایسارې کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي چې له خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره به په دې خبرې وکړې چې ولې امریکا پاکستان ته نظامي مرستې بندې کړي دي.

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ (اګست۳) وویل چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسلام ته راځي او دوی به له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ پاکستان خپل یو بې اعتماده ملګري بولي او له کومې ورځې چې ولسمشر شوی دی پر اسلام اباد یې میلیونونه ډالر مرسته یا بنده کړې او یا یې هم ځنډولې ده.

واشنګټن اسلام اباد تورنوي چې د ترهګرو پر ضد په خپلې خاورې کې کافي اقدامات نکوي. امریکا له تېرکال راهېسې له پاکستان سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو مرسته ځنډولې ده.

په یو تازه اقدام کې امریکايي چارواکو واعلان وکړ چې پاکستان ته پلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته نه ورکوي. ​

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هغه رپورټونه ناسم بللې دي چې امریکا ٣٠٠ ملیونه ډالرې مرستې د پاکستان سره کولی. هغه وویل چې دغه هغه پیسې دي چې پاکستان د ترهگرۍ ضد په جنگ کې مصرف کړیدي او امریکا ته یې پاتې دي.

ښاغلي قریشې دا خبرې د پنټاگان لخوا پاکستان ته د مرستو ځنډولو نه یوه ورځ وروسته کړېدي. پنټاگان ویلي چې پاکستان ته یې مرستې لدې کبله لغوه کړېدي چې هغه په خپل ملک کې د ترهگرۍ د ځبلو لپاره اړ اقدامات ندي کړي.

هغه خبریالانو ته وویل "دا د مرستو پرې کول ندي، دا مرستې نه وې، دا زمونږ پیسې وې چې مونږ د سیمې د امنیت د ټینگولو لپاره مصرف کړیدي او دوي به دغه پیسې مونږ ته بیرته راکولې."

د امریکا لخوا پاکستان ته د مرستو ځنډول د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو یوه بل مثال دی. د یادونې وړ ده چې امریکا څو روځې مخکې د بهرنو چارو د وزیر مایک پمپیو د پاکستان ته د سفر نه دغه کار کړیدی.