د پاکستان حکومت وايي د ترهګرو د څارنې لپاره د ډېورنډ په کرښه د څلورو نویو دروازو په جوړولو غور کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمان د هغه هیواد د سنا مجلس ته ویلي چې نوې دروازې به په جنوبي او شمالي وزیرستان، کرم او مهمند ايجنسۍکې جوړې شي.
ښاغلي رحمان دا هم ویلي چې د تورخم او چمن په پوله اوسنۍ فعالې دروازې به د ٢٠٢٠ کال پورې نوې کړای شي او په نویو وسایلو به سمبالې شي.
د افغانستان د سرحدونو او قبائیلو د چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لیوال د پاکستان ددغه تصمیم په هکله د امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه افغانستان ته په دې هکله د افغانستان لورې ته خبر او اطلاع نه ده ورکړل شوې.
ښاغلي لیوال وویل "د افغانستان خلک او د افغغانستان حکومت هیڅکله د ډیورند کرښه د یوې نړیوالې پولې، سرحد په توگه په رسمیت نه پیژني او په دې پوله پراته خلک دا سرحد نه مني. داسې دروازې جوړول او هغه هم له بحراني حالت نه استفاده کول، په پټه د داسې دروازو جوړول، کړکیچ رامنځ ته کول، د سیمې امنیت خرابول او بیا په غلا دغسې دروازې جوړل دا نه د گاونډیو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د ښه کولو کومه لار ده او نه هم د خلکو د اعتماد د تر لاسه کولو لپاره."
ښاغلي لیوال زیاته کړه "زه فکر کوم داسې دروازې چې پخوا هم جوړې شوي د خلکو له لورې ړنگې شوي او دوی ته د منلو وړ نه دي، که څه هم چې افغانستان لورې ته رسمي خبر نه دی ورکړل شوی خو که داسې اقدام په یو اړخیزه توگه کیږي نه به د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي او نه به هم د افغانستان حکومت ته".
د تیر کال د جون په میاشت کې کله چې پاکستان د افغانستان سره په پوله په د تورخم دروازه جوړوله، افغان ځواکونو ورسره د دروازې په لګولو نښته کړې وه او افغان چارواکو دغه کار د نړيوال قانون په ضد بللی و. د تورخم په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوختې وه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان ددې ډول تصمیمونو سره په مخالفت کې تیره اونۍ په خپل ټویټر کې لیکلي چې "د پاکستان حکومت قانوني صلاحیت نه لري چې د ډیورند پر کرښه باندې خپل شرایط وضع کړي، په داسې حال کې چې مونږ د فاټا خلکو ته د آزادۍ هیله لرو."
The Govt of Pakistan has no legal authority to dictate terms on the Durand line.while we wish freedom for the people of #FATA from FCR..1/2
— Hamid Karzai (@KarzaiH) March 5, 2017
ښاغلي کرزي په یو بل ټویټر کې دا هم ویلي دي چې ".. مونږ د پاکستان حکومت ته دا ورپه یادوو چې افغانستان د ډیورند کرښه نه منلې او نه به یې ومني."
2/2 and other repressive measures, we remind the Govt of #Pakistan that #Afghanistan hasn%27t and will not recognize the #Durand line.
— Hamid Karzai (@KarzaiH) March 5, 2017
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند په ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې باندې د دروازو له جوړولو سره افغان مشران مخالفت کوي او د هند د پخواني بریتانوي مشرانو له خوا جوړه شوې دا کرښه نه مني.
له بلې خوا د پاکستان له لورې په یو اړخیزه توگه د تورخم او چمن دروازې د تېرې مياشتې د ۱۶ نېټې راهیسې تړل شوي خو د روانې اونۍ په پیل کې یواځې د دوو ورځو لپاره پرانستل شوی او بیا بیرته وتړل شوې.
د پاکستان د حکومت مخالفې ډلې او سوداګر وايي په داسې حال کې چې د تورخم او چمن د دروازو شاته په سامان الاتو ډکې په زرګونو لارې او موټرې ولاړ دي، دا کار د پاکستان خپلې سوداګرۍ ته زيان رسوي.
د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته اسلام آباد د تورخم، چمن او غلام خان دروازې وتړلي او ورسره یې د افغانستان د ختیځو ولایتونو پر یو شمیر ولسوالیو توغندي وویشتل.
پاکستان تور لگوي چې د سند د ایالت د برید تنظیمونکي په افغانستان کې پټ دي، خو افغانستان دا ادعا په کلکه ردوي.